|
Media is Development: Afghanistan Media and Civil Society Forum March 28-29, 2007 - Intercontinental Hotel, Kabul Organizers: The Killid Group and IPS-Inter Press Service |
|
د افغانستان د رسنيو او مدني ټولنو د غونډې پرېكړه ليك "رسنۍ يعنې پرمختګ " د افغانستان د رسنيو او مدني ټولنو غونډه، هغه لومړنى سوچه افغاني غونډه وه، چې د افغانستان د رسنيو او مدني ټولنو د استازو له خوا جوړه شوې وه، چې په افغاني پروسه كې د حكومت، تمويل كوونكو هېوادونو، سيمه ييزو او بين المللي سازمانونو د استازو په موجوديت كې او له دوى سره يو ځاى په خپل نقش باندې خبرې اترې وكړي. موږ د رسنيو او مدني ټولنې استازي په داسې وخت كې راغونډ شوو، چې افغانستان بېرته د جنګ په لور د ورتلو له خطر سره مخامخ دى. موږ په دې باور يو، چې كه چېرې رسنۍ او مدني ټولنه داسې هڅې منظمې نه كړي، چې د افغانانو له خوا رهبري شي او په ترڅ كې يې د اعتماد يوه فضا راوټوكيږي، كيداى شي چې د شاته تګ پروسه نوره هم چټكه شي، موږ په دې ضرورت هم پوهېدلي يو، چې په هېواد كې دننه او بهر د يوې مضبوطې همكارۍ اړتيا شته. دغه راز په غونډه كې د دې فرصت هم پيدا شو، چې د رسنيو په هغه نوي قانون باندې، چې اوس پارلمان ته ليږل شوى دى، بحث وشي او هغې كميټې ته وړانديزونه وكړي، چې دغه قانون د تعديلاتو لپاره تر غور لاندې نيسي. موږ د رسنيو او مدني ټولنې پر ونډې او هغو ګواښونو وغږيدو، چې دوى ورسره په داسې حال كې مخامخ دى، چې غواړي دا جنګ ځپلې ټولنه د هغې ولسواكۍ په لور ورو ورو وخوځوي، چې رېښې يې د افغانستان په فرهنګي او ټولنيزو ځانګړتياوو كې پرتې دي. موږ دغه بې نظيره غونډه د رسنيو او مدني ټولنې هغو كاركوونكو ته وقف كوو، چې په افغانستان او نوره نړۍ كې يې د نورو د ژوند د ښه والي لپاره خپل ژوند له لاسه وركړى دى. موږ د دې خبرې تاييد كوو، چې: د كنفرانس شعار "رسنۍ يعنې پرمختګ " د هغه ابدي حقيقت څرګندوى دي، چې ولسواكى او پرمختګ په هغه وخت كې راتلى شي، چې كله د ټولو خواوو غږونه واوريدل شي او پر خپرېدو سربېره د پرېكړو په پروسه كې شريك شي. د ولسواكۍ او پرمختګ د ټينګولو لپاره غوره ده، چې افغان مطبوعات په افغاني محتوياتو غني او سمبال شي او د محلي ملكيت د محصول، توليد او خپرولو له لارې پياوړتيا ومومي. رسنيو په ملي، سيمه ييزه او نړيواله كچه د داسې ديالوګ رهبرى كړې ده چې د خلكو د پوهاوى او د دوى په منځ كې د نظريو د جوړولو لپاره ضروري و تر څو د دې وړتيا پيدا كړي چي پېښېدونكي بدلونونه خلكو ته وروپېژني. افغان مدني ټولنې د افغانستان په بيارغونه كې مهمه ونډه لرلې، په نړۍ كې يې تر ټولو ګران چاپېريال كې كار كړى دى. په داسې حال كې چې د دې ټولنې د اجتماعي، سياسي، او اقتصادي برياوو زياته برخه د خلكو له نظره غورځېدلې او پټه پاتې شوې ده. مدني ټولنه او رسنۍ ښايي خپله وړتيا د نورو او له يو بل سره د مدني ټولنې د تجربو د ګډون او د وړتياوو د تبادله كولو له لارې لا پياوړې كړي او په دې ډول هغه څه ترلاسه كړي چې خپلمنځى خبرې پرې قوت مومي، له خپلو محلي خلكو سره پرې خبرې اترې پياوړى كيږي او له نړيوالى ټولنې سره پرې خبرې اترې زور اخلي. مدني ټولنه او رسنۍ دواړه په افغانستان كې د بدلون لويې مټى او توكي او ورسره د معلوماتو، پوهې او اندو سرچينې هم دى، چې په ګډه د افغان ولس غږ جوړوي. ښايي رسنۍ او مدني ټولنه د معلوماتو راغوڼدولو، تنظيم او خپراوى له لارې او د افغانستان ولس په هكله د پوهې او د هغوى د اندو د راټولولو له لارې يو له بل سره مرسته وكړي او دا خبره كره كړي، چې بيارغونه به له ټيكاو او استحكامه برخمنه ټولنه وزېږوي. ښايي افغان حكومت، پارلمان او نړيواله ټولنه په افغانستان كې د ولسواكى، ګڼ ګونديز پرمختګ، ښې واكمنۍ او رڼې محاسبې لپاره، افغان مدني ټولنه او رسنۍ د دې پروسې سياسي او ټولنيز توكى وپيژني. دا ځكه چې رسنۍ او مدني ټولنه هغه وخت تر ټولو ښه كار كولاى شي، چې په يوه داسې چاپيريال سمبال شي، چې د قانون او پاليسۍ پر بنسټونو ولاړ وي او د معلوماتو خپل مخې بهير او د ګروهو او اندو ډولاډولى ترې غوړيږي. خلك بايد خبر شي او نوروته معلومات خپاره كړي، دا هغه حقونه دي، چې اساسي قانون خلكو ته وركړى دى او نه شي كيداى چې محدود شي. حكومت، دولت، بين المللي نظامي قوتونه او مخالفې ډلې ټول مكلف دي چې په هر وخت كې د ژورناليزم آزاد او خپلواك دريځ ته درناوى وكړي او له دې څخه ډډه وكړي چې د دوى فعاليتونه محدود كړي او يا ژورنالستان وبيروي. موږ دې پايلې ته رسيږو چې: په يوه ولسواكى كې د اندو او معلوماتو خپلواك بهير هيڅ بديل نلري، ځكه چې دا د پرمختګ تصاحب سربېره په پرمختګ كې د ګډون بنسټونه جوړوي. افغاني پروسه او پرمختګ ښايي په خبرو اترو ولاړه وي او په هغو ګڼو وسيلو او لارو يې بنسټ كېښودل شي، چې د نورو خبرې هم پكې اورېدل كيږي، وينا او باور منځ ته راوړي، مهارتونه او پوهې پكي يو له بل سره ورګډيږي، د پاليسيو او تګلارو جوړولو ته په كې لار پرانيستل كيږي او د دې لپاره بحثونه كيږي او زده كړه ممكنه كوي چې څنګه پرله پسې او منطقي بدلون ته ورسيږو. د مدني ټولنې بنسټونه هغه دريځ جوړوي، چېرته چې خلك په داسې پريكړو كې برخه اخلي، چې د دوى په ژوندانه يې اغيزه پريوځي. رسنۍ دغه خبرې اترې له تنګى محلي ساحې څخه راوباسي او د پرمختګ په پروسه كې د ټولنې پراخې خواوې راګډوي. ښايي مدني ټولنې له دې موقع ښه ګټه پورته كړي او د خپلې ونډې او كړيو دننه او باندې او د مطبوعاتي ډګر او سكتورونو دننه له خبرو اترو او مفاهمو نه كار واخلي. دا چاره به هغې اړتيا ته ځواب وركړي چې مطبوعاتي اډيټران او مديران وتوانوي چې د افغانستان په هكله د راپورونو په رابطه خپل سكټورونه په ښه ډول رهبري كړي. موږ ژمن يو چې: دا ډول غونډه لږ ترلږه په كال كې يو ځل تيار كړو چې پرمختګونه وارزوو او له نويو ګواښونو سره د مقابلې لپاره نوې لارې چارې تر بحث لاندې راولو. د رسنيو لپاره يوه كړنلاره طرحه كړو چې خپل توليدات او خپرونې تنظيمې كړي او دستورونه عملي كړي. همدارنګه موږ د افغان مطبوعاتو او مدني ټولنې د غونډې د بقا او تعقيبي كارونو د رت سره كولو لپاره بايد داسې رسمي تشكيلاتي سيستم جوړ كړو، چې د شوي پرمختګ پل به پسې اخلي او له حكومت، پارلمان او نړۍ والې ټولنې سره به هغو ټولو ربړو او مسايلو باندې خبرې كوي، چې رسنۍ او مدني ټولنه ورسره مخامخ ده. موږ د افغان مطبوعاتي ادارو او د هغوى نړيوالو ملګرو تر منځ هغه ملګرتيا چې تر دې وړاندې جوړه شوې ده لاپخه او پراخه كړو. د رسنيو د پرمختيا لپاره به په هغو ګډو پروګرامونو كار كوو، چې د افغانستان د پېښو په څيړنه او رانغښتنه كې د افغان رسنيو ونډه پرې ډېريږي. موږ داسې وسيلې او لارې لټوو، چې د ژورنالستانو او د مطبوعاتي منيجرانو پوهه او مهارتونه پرې ډېر شي او د مدني ټولني د ادارو د مفاهمې مهارتونه به د وړتياوو د ډېرولو د يوې پروسې په بڼه پياوړې كړي، داسې يوه پروسه، چې په سيمه ييزه كچه هم وړتياوې ډېرې كړي او ملكيت به يې هم د سيمې د خلكو په واك كې وي. موږ دا سپارښتنه كوو چې: داسې تګلاره، پاليسي او قانون به جوړوو، چې د معلوماتو ادلون بدلون او خپلواك بهير تضمين او حكومتي رسنۍ ملي او ولسي كړي او د سولې او ولسواكۍ او پرمختګ پر لورې د مطبوعاتو او مدني ټولنو د برخې د لاپياوړتيا لپاره به كار كوي، هڅوي به يې او ملاتړ به يې كوي. هغه خواوې چې په وسله والو نښتو كې ښكېل وي بايد د ژورنالستانو خپلواكۍ ته احترام وكړي او چېرې چې ممكنه وي د دوى د فعاليتونو لپاره زمينه برابره كړي او په عين وخت كې د هغو كسانو سملاسي آزادۍ تضمين كړي، چې نيول شوى وي. د افغانستان په پروسه او چارو كې د رسنيو ځاى او د دې ځاى رسمي پيژندنه د داسې يو ځانګړى مالي صندوق او فنډ جوړولو په لار كې لومړنى ګام دى، چې د مطبوعاتو د غوړېدو او پرمختګ لپاره به وي. " رسنۍ يعنې پرمختګ" د افغانستان د رسنيو او مدني ټولنو غونډه كابل، افغانستان / د مارچ ۲۸ او ۲۹ /۲۰۰۷
|