The Killid Group
Home | Subscribe | Related Links | Sitemap  
TheKillidGroup.com
 
 
 

شماره 216 پنجشنبه 27 ثور 1386

شماره 215 پنجشنبه 20 ثور 1386

شماره 213 پنجشنبه 6 ثور 1386

شماره 212 پنجشنبه 30 حمل 1386

شماره 211 پنجشنبه 23 حمل 1386

شماره 210 پنجشنبه 16 حمل 1386

شماره 206 پنجشنبه 17 حوت 1385

شماره 205 پنجشنبه 10 حوت 1385

شماره 204 پنجشنبه 3 حوت 1385

شماره 203 پنجشنبه 26 دلو1385

شماره 202 پنجشنبه 19 دلو1385

شماره 201 پنجشنبه 12 دلو1385

شماره 200 پنجشنبه 4 دلو1385

شماره 199 پنجشنبه 28 جدی 1385

شماره 198 پنجشنبه 21 جدی 1385

شماره 197 پنجشنبه 7 جدی 1385

 

داخترورځې دخوښۍ وي،خوپه افغانانوپه غم كې تيريږيا

په داسې حال كې ، چې د مرسل اوونيزې كار كوونكي د نيكمرغه لوى اختر د را رسيدو له كبله هيواد والو ته د زړه له كومي مباركي وايي ، په هيواد كې د سولې او امن هيله كوي .

سږ كال لوى اختر پداسې حال كې راځي ، چې له يوې خوا سوړ ژمى را روان دى او له بلې خوا په هيواد كې سوله او امن ټكنى دى او د دولت مخالفين هم له بيلا بيلو لارو او طريقو غواړي ، چې هيواد وال په ويره كې واچوي او پرې نږدي ،چې د سولې او امن په فضا كې ژوند وكړي . بله د پام وړ ستونزه ، چې زموږ بې وزلي او رنځيدلي هيواد وال ورسره لاس او ګريوان دي ، د سوند او خوراكي موادو لوړه بيه ده ، چې د هيڅ كومې قانوني مرجع لخوا نه كنټروليږي . په هرحال د اختررارسيدل، چې له ځان سره د خوشالۍ زيرى لري، ورسره جوخت ارتزاقي موادوته دخلكو غوښتنې زياتيږي او نرخونه هم لوړيږي، كه څه هم ،چې پخوا به يونيم ځاى ښاروالۍ دخلكود احساساتو دكنټرول په خاطرنرخنامې وركولې ،خواوس دغه تش په نامه لړۍ هم شليدلې ده ، نه دنرخنامو درك شته اونه هم دښاروالۍ دكنټرول كوم څرك .

پخوا دښاروالۍ په جوړښت كې دنرخونودكنټرول په برخه كې دغه ډول كنټرولونكي جوړښت شتون درلود،خو اوس ددې ډول كومې قانوني مرجع شتوالى دپوښتنې وړ دى، په تيره بيا په دې شپو ورځو كې ، چې هم هوا سړه ده او هم اختر راسيدلى دى،چې خلك دغو موادو ته ډيره اړتيا لري ،خو لكه څنګه ،چې وينو د آزاد بازار په منځ ته راتلوسره خلك له خورا ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. دكارپوهانو په وينا، ددولت دناسمو اقتصادي پاليسو دپلي كولو په لړكې ازاد بازارپه خوارملت تپل شوى دى، حال داچې افغانستان په داسې زماني واټن كې، چې ورسره لاس او ګريوان دى ،مختلط او رهبري شوي اقتصاد ته اړتيا لرله . په هيواد كې د دوه نيمو لسيزو جګړو له كبله خلكو خپلې ټولې شتمنۍ او دار و ندار له لاسه وركړي او ډيرى هيواد وال تر خيمو او يا هم په ړنګو دولتي ودانيو كې استوګنه لري . دولت او مسوولين بايد دغو خلكو ته جدي پاملرنه وكړي او هغوى ته د هيواد د نورو وګړو په شان د ژوندانه آسانتياوې برابرې كړي .

كه څه هم، چې دولت دغو خلكوته داسانتياوو دبرابرولو په ترڅ كې پاتې راغلى، خو داخترپه رارسيدو سره دغه كسان خوشاله برېښي او پردې خوښې څرګندوي، چې اختريې له خپلو ماشومانوسره وي.

په هرصورت داخترپه ورځوشپوكې دنرخونو دغه لوړتيا په داسې حال كې مطرح كيږي، چې د دولت ديوه كارمند مياشتنى معاش له ۳۰۰۰افغانيو څخه نه زياتيږي اودا هغه كمزورتيا ده، چې ديوې كورنۍ لومړنۍ اړتياوې لكه اوړه، غوړي اوبوره هم پرې نه پيرل كيږي.

خلك په ښكاره توګه له دولت څخه سرټكوي، چې دوكاندارن په دغو ورځوكې خپل نرخونه دوه چنده لوړوي. ديوه عادي يخن قاق بيه، چې له اختره مخكې ۱۲۰ افغانۍ و اوس يې څوك په ۲۵۰ افغانۍ هم نشي اخستلاى . دا هغه څه دي،چې ورته ډيره اړتيا ده. همدا اوس اوس په ښاركې دكلچواو كيكو داخيستلو په خاطرخلك دوكانونوته په نوبت دريږي اوداشكايت كوي، هغه كلچې، چې له اخترڅخه يوه مياشت دمخه په ۵۰ افغانۍ خرڅيدې، اوس يې څوك په ۱۰۰ افغانۍ هم نشي رانيولاى.

په هرحال له دې ټولو پورتنيو انګېرنو څخه داپايله ترلاسه كيږي، چې دولت دخلكو داقتصادي وړتياوو دلوړولو په برخه كې دپام وړ اقدام نه دى كړى. همدا اوس اوس نږدې دونيم مليونه وګړي د هېواد په بېلابېلوسيموكې دلوږې له خطرسره مخ دي او ان په ځينوولايتونوكې خلك جګړې او لوږې دې ته اړكړي،چې خپل كورونه پريږدي او نورو سيموته په كډه شي .

كارپوهان وړانديزكوي،چې دولت دې دخلكو دسوكالۍ اوهوساينې په خاطر په هېواد كې دكارخانو او فابريكو رغولواو فعالولوته اوږه وركړي، څوهم پرې په هېواد كې لوږه مهارشي اوهم خلك له بې روزګارۍ څخه وژغورل شي.

برگشت به بالای صفحه

سه ماه رخصتی و وظایف خانواده ها

اینک بعد از 9 ماه، مکاتب تمام مناطق سردسیر بسته شد تا شاگردان و معلمان برای سه ماه استراحت کرده به صنوف بالا تر ارتقا ورزند. این سه ماه برای آنانی که در 9 ماه گذشته زحمت کشیده اند و بی آنکه واسطه، نقل و رشوه ای در کار بوده باشد، به توانایی خود کامیاب و بر پلهء بالاتری گام گذاشته اند، بی نهایت خوشحالی بوده و برای سال آینده در کنار استراحت و تفریح به آماده گی می پردازند.

اطلاعاتی وجود دارد که در جریان این امتحانات، حداقل در پایتخت به قدر کافی واسطه و واسطه بازی هایی اعمال شده و حق تلفی هایی صورت گرفته است ولی با آن هم، تعداد زیادی از شاگردان که نونهالان امروز و سدرهای تناور فردای کشوراند، کوشش هایی به خرچ داده و برای 9 ماه به فراگیری دانش زحمت کشیده اند که امیدهای فردای کشور را تصور می کنند.

حال که عده ای از مکتب فراغت حاصل نموده اند و برای کانکور آماده گی می گیرند، آرزو دارند تا قادر به شامل شدن در پوهنتون های کشور گردند. گر چه تعداد محصلانی که امثال جذب تحصیلات عالی خواهند شد، به تناسب فارغان فوق العاده کم می باشند ولی رقابت و تلاش جهت راهیابی به مؤسسات تعلیمات عالی در میان جوانان دختر و پسر زنده و فعال وجود دارد که به نوعی امید کشور را به این جوانان زنده تر و تازه تر می سازد.

در سه ماهی که پیش رو داریم، نه تنها فارغان مکتب وظیفه دارند برای راه یافتن به تعلیمات عالی باید آماده گی بگیرند بلکه خانواده های تمام شاگردان جداً وظیفه دارند تا برای تکتیک اولادهای شان زمینهء فراگیری و آماده گی تحصیل در زمینه های مختلف را آماده بسازند و این را می توانند با کورس های خصوصی و معلمان خانگی به سر برسانند. همچنانکه در این سه ماه شاگردان به کمک و حمایت والدین شان قادر خواهند شد به تعلیمات و تحصیلات جدیدی راه یابند و بار تحصیل سال آینده را با فراگیری درس و خواندن کتاب های جدید کاهش دهند. به آن عده شاگردانی که والدین شان بی توجه اند، این سه ماه می تواند زمان بدی به حساب آید؛ چرا که چنین شاگردانی با گشت و گذارهای بیجا و روزنشینی ها و شب زنده داری ها به راه های نادرستی کشانده می شوند و زیر این نام که سه ماه رخصتی موقع استراحت و تفریح می باشد به دیدن فلم های مبتذل، شرکت در جمعی که به اعتیاد مبتلایند و یا تشکیل گروپ و داره بازی، آیندهء شان را تیره و تار بسازند.

بی مسوولیتی در این سه ماه از سوی خود شاگردان و مخصوصاً پدران و مادران شان، برداشت غلط از اهداف و مفهوم و معنی رخصتی هاست. نظارت دقیق برگشت و گزارها، کورس رفتن ها و درسخوانی های شاگردان، از وظایف بسیار مهم و عمده بزرگان خانواده ها می باشند. یک خانوادهء شاد و موفق فقط با وسواس به فرزندانش دیده با هروسیله و امکانی، زمینه آموزش و مخصوصاً پرورش شان را مساعد می سازد.

در این سه ماه معلمانی که در رشته های مختلف لیاقت و تجربه دارند، باید توسط خانواده هایی که نسبتاً مرفه اند استخدام گردند تا سطح و سواد فرزندان شان بالا برود. فقط با داشتن تقسیم اوقات دقیق و نظارت بر حرکات روزمرهء شاگردان از سوی خانواده هاست که می توان سال آیندهء فرزندان خانواده ها را از روی این سه ماه پیشبینی کرد. غفلت در ین سه ماه اثرات زیانباری دارد که جریان آنها گاهی ناممکن خواهد بود.

برگشت به بالای صفحه

بدون نظر زنان باز پرسی از ناقضان حقوق بشر معنی نداردښځې

پروژه عدالت انتقالی که به وسیله کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان تدوین گردیده، با عکس العمل های شدیدی از سوی آنانیکه تلویحاً به نقض حقوق بشر متهم گردیده رو به رو شده است. چندی قبل این پروژه از سوی این کمیسیون در سالگرد تجلیل از حقوق بشر پروسه عملی اش را آغاز کرد.

عموماً این پروژه به نوعی مردانه پنداشته شده، چون جنایتکارانی که در این سه دهه حقوق بشر را نقض کرده اند، مرد بوده اند نه زن. اما ستم وجوریکه در ین سه دهه بر زنان رفته، مردان کمتر از آنها متضرر شده اند. زنان به قتل رسیده، فرار داده شده، بر آنان تجاوز صورت گرفته و بهترین عزیزان و دلبندان شان سوراخ سوراخ گردیده، عده ای از زنان که نان آوران شانرا از دست داده به گدایی و فحشا کشانده شده و هزار درد و غم دیگری بر زنان رفته که درین جا ذکر آنها محال می باشد.

دادخواهی از زنان در هر پروژه ای که برای عدالت و دادخواهی بکار گرفته میشود، بدون نظر زنان و دادستاندن آنان بی معنی و بی مفهوم میباشد، زیرا هیچ زن در ین سه دهه مرتکب نقض حقوق بشر نشده ولی بستر گسترده ای از نقض حقوق بشر بوده است. لذا ارزیابی این نقض ها باید با نظر زنان نیز صورت گیرد.

هم اکنون که دولت و قانون اساسی، حقوق زن و مرد رامساوی قرار داده و در نهادهای معینی زنان نیز حضور دارند ولی باز هم ..................... قرار داده نشده، مورد تجاوز و بدترین برخوردهای خانواده گی قرار می گیرند و بار مسوولیت زنده گی خانواده را عدهء زیادی از آنان به دوش میکشند. خودسوزی ها و خودکشی های زنان در سرتاسر کشور بصورت وحشتناکی وجود دارد و در هر نیم ساعت مادری بر زایمان جان می دهد. به این صورت تامین عدالت و بازپرسی از ناقضان حقوق بشر در قدم اول زمانی میتواند رنگ واقعی بیابد که زنان به عنوان شاهدان اصلی که هرلحظه بر آنان نقض حقوق بشر می رود، در محراق قرار بگیرند و در محاکمی که بخاطر محکمه و بازپرسی ازین ناقضان برگزار میگردند، باید رای و نظر زنان به عنوان مصداق های اصلی بستر ستم کاری در نظر گرفته شود.

صحبت ها، مصاحبه ها و تحلیل هایی که درین اواخر در مورد این پروژه صورت می گیرد، اکثراً مردان درآنها به عنوان افراد محوری مورد استفاده قرار می گیرند و برای زنان کمتر چنین زمینه هایی وجود دارد و به شکلی این نیم پیکری از اجتماع ازین بحث خارج قرار داده می شوند، درحالیکه زنان باید اولین اظهار نظر کنندگان این برنامه باشند.

بدون شرکت زنان در رای و نظردهی، در شهادت و اظهار نظر در مورد چگونگی برخورد با جنایتکاران جنگی، نحوه برگزاری محاکمه آنان و تعیین جزا برایشان بی معنی بوده معیوب و نا سالم میباشد و هرگاه قضاوتی نا سالم به اجرا گذاشته شود، خود بخود نمی تواند بازپرسی واقعی را به نمایش بگذارد. زنان نیمی از اجتماع ما اند و از یاد بردن این نیم اجتماع در مسایل بسیار مهمی مثل تامین عدالت و دادخواهی از جنایتکاران، نقض حقوق بشر به گونهء دیگری است که نباید آنرا از یاد برد.

برگشت به بالای صفحه

د خوړو په مقابل كې، وړې نجونې خرڅيږي

جګړو نه يوازې زموږ هيواد له نا خوالو او اقتصادي ستونزو سره مخ كړى ، بلكې د هيواد كرنيزې ځمكې يې هم په شاړو ميرو بدلې كړې ، ميوې لرونكې ونې د سوند د لرګيو په موخه له منځه تللې دي .

د دې آفت تر څنګ په دې وروستيو كې يو بل څه ،چې زموږ كرنيزې ځمكې يې په دښتو بدلې كړې ، هغه څو كلنه پرله پسې وچكالي ده . په هيواد كې وچكالۍ هم له جګړو څخه كم زيانونه نه دي اړولي . خلك يې د ځمكو له حاصلاتو خلاص او بڼونه يې تر وچيدو وروسته د تبرونوخوراك كړي دي ، دا په دې مانا ،چې ونې او بوټي د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي . دا خو لا څه ، چې د وچكالۍ له امله د هيواد له ګوټ ګوټ څخه خلك دې ته اړ شوي ،چې له خپلو ټاټوبو څخه بل داسې ځاى او سيمې ته كډه وكړي ، چې هلته د څښاك لپاره اوبه پيدا شي.

په دې وروستيو كې د هيواد د شمال په ځينو سيمو كې د څښاك د اوبو د نشت له امله زموږ هيوادوالو خپل ژوند هم له لاسه وركړ . د هغو څيړنو له مخې ، چې تر سره شوې په تيرو څلورو كلونو كې د هيواد په شمالي ولايتونو كې څه د پاسه څلور زره تنه ماشومان د غير صحي اوبو د څكلو له كبله په بيلا بيلو ناروغيو اخته او خپل ژوند يې له لاسه وركړى دى .

ان تر دې ، چې د دغو وچكاليو له امله خلكو خپلې لوڼې خرڅې كړې او په بدل كې يې ځان او خپلو نورو ماشومانو ته ډوډۍ پيدا كړې ، حتى خپلې اته كلنې او ماشومې لوڼې يې د پيسو په بدل كې وپلورلې ، چې دا په خپله د دې څرګندويي كوي، چې يو ځل بيا هم زموږ خويندې د ظلم او زور قرباني كيږي او د ټولنې دغه بې وزلي او رنځيدلي وګړي د نارينه وو د نا روا غوښتنو او تيريو قرباني كيږي . زموږ په ټولنه كې نه يوازې دا ،چې د ښځو د حقوقو د تامينولو په خاطر كوم مثبت او اغيزمن كار نه دى شوى، بلكې تل هغو ته د دوهم جنس په توګه كتل شوي او هغه يې تل د نا خوالو او ستونزو په وړاندې سپر ګرځولې دي .

په اساسي قانون كې ښځو ته له نارينه وو سره سم حقوق وركړل شول ، دنړيوالې امنيتي شورا (۱۳۲۵) پريكړه ليك صادر شو ، د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ وټاكل شوه ، په ډله ييزو رسنيو كې د ښځو د حقونو د خونديتوب په اړه په پراخه كچه ليكنې كيږي او د بيلابيلو مطبوعاتي رسنيو له لارې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په موخه ډير ګټور او هر اړخيز مطالب خپريږي ، خو بنسټيزه پوښتنه دا ده ، چې څنګه كولاى شي ښځې خپل حقوق لاس ته راوړي ؟

له بده مرغه زموږ ټولنه په دې نه ده توانيدلې ، چې په رښتينې توګه ښځو ته د هغوى حقوق وركړي او لا هم ښځې په بيلابيلو بڼو او ډولونو له تاوتريخوالي سره مخ دي او دهغوى حقوق تر پښو لاندې كيږي .

د انساني حقوقو په تيره بيا د ښځو د حقونو د تر لاسه كولو لپاره بنسټيز كار د ټولو انسانانو مادي او معنوي ارزښتونو ته پاملرنه ده ،چې د ټولنې زياتره وګړي ترې بې برخې دي ، تر اوسه ډير خلك په قبيلوي او ما قبل قبيلوي شرايطو كې ژوند كوي .

تر څو ، چې خلك له دې شرايطو نه وي راوتلي د ښځو د حقونو خبره بې ځايه او بې ګټې ګڼل كيږي . بله داچې كه دولت اونورې هغه ټولنې اوبنسټونه،چې دښځودحقوقوپه اړه نارې سورې وهي،عملي اوچټك ګامونه واخلي،نودا ناخوالې به په خپله پاى ومومي اوښځوته به خپل بشپړ حقوق وركړل شي.

برگشت به بالای صفحه

دښځو وزارت سمبوليكه بڼه لري

د موقتې ادارې په منځته راتګ سره ، د ښځو په نامه د يوه وزارت جوړيدل يو غوره ګام و .

دغه وزارت په داسې وخت كې جوړ شو ، چې تر هغه دوې درې مياشتې د مخه ښځې د كور په څلورو ديوالونو كې ايسارې او له خپلو حقوقو څخه بې برخې وې . د طالبانو په دوره كې نه ښځو زده كړې كولى شواى او نه يې په ټولنيزو چارو كې د ګډون حق درلود .

په افغانستان كې د ښځو په نامه د وزارت جوړيدل په ملي او نړيواله كچه له هر كلي سره مخ شو . ټولې رايې او انګيرنې دا وې ، چې په دې كار سره به له يوې خوا د ښځو حقوق بيرته خوندي شي او له بله پلوه به د دغه وزارت له لارې د ښځو مسلكي وړتيا لوړه كړى شي .

ټولو همدا تمه درلوده او په دې باور و ، چې نوموړى وزارت به په رښتيني او هر اړخيز ډول د افغانو ښځو اساسي ستونزې تشخيص او د حل لارې چارې به ورته ولټوي .

خو د تمې خلاف دغه وزارت ، چې دا دى له عمره يې پنځه كاله تيريږي ، كوم اساسي ګام نه دى پورته كړى او په سمبوليك ډول شتون لري . د با سواده افغانو ښځو له دغه وزارت څخه يوه تمه دا وه ، چې له مسلكي لحاظه د ښځو د پوهې كچه لوړه كړي او په دې كار سره ، وزارتونو او لويو رياستونو ته كدرونه وروزي او هغه تشه ، چې په دې برخه كې موجوده ده ، له منځه يوسي .

تمه وه ، چې دغه وزارت د ټول افغانستان په كچه حپلو هڅو ته پراختيا وركړي ، حال دا چې په دې دومره اوږده موده كې نه دى توانيدلى ،چې له ښارونو بهر خپلې هڅې متمركزې كړي .

په ښارونو كې هم په تيره بيا په هغو سيمو كې ،چې نسبتا امنيت ډاډمن نه دى د دغه وزارت رياستونه په بشپړ ډول له امنيتي لحاظه محفوظ نه دي ، چې ښايي د دې كار لامل له نورو دولتي او په تيره بيا امنيتي مراجعو سره سمه همغږي ونه لري .

څو مياشتې د مخه د كندهار ولايت د ښځو چارو رئيسه د نامعلومو كسانو له خوا ووژل شوه . اړينه وه ،چې د دغه رياست د امنيت ساتنې په موخه جدي ګام پورته شوى واى، حال دا چې اوريدل كيږي د هغه رياست امنيت د يو تش لاسي ګارډ له خوا څارل كيږي .

لازمه وه ، چې دغه وزارت د افغانو ښځو د ژوند د ښه كولو په موخه له نړيوالې ټولنې سره تر تفاهم وروسته د هغوى په مرسته ځينې اساسي پروژې تر كار لاندې نيولې واى او له دې لارې يې ، بې روزګاره با سواده او بې سواده افغانو ښځو ته د كار زمينه برابره كړې واى .

كه څه هم دغه وزارت په ځينو برخو كې ښه ځليدلى ، خو په كار ده ، چې د افغانستان دولت د نړيوال ملاتړ په موجوديت كې ډيرې هڅانده او ګړندۍ هڅې وكړي . كه چيرته دغه وزارت ګړندۍ هڅې خپلې نه كړي او د ښځو په ژوند كې كوم مثبت او اساسي بدلون رامنځته نه شي ، نو ددغه وزارت شتون به تر پوښتنې لاندې راشي .

برگشت به بالای صفحه

یک ملت مریض توان پیشروی را ندارد

عده ای از امراض در کشورما به صورت فعلی عمل کرده و مریضی به بار می آورند. این امراض که بعضی ها شکل انتقالی را دارند، به زودی از شخصی به شخصی منتقل شده، شیوهء آن در خانواده ها باعث مصاب شدن اکثریت اعضای فامیل می گردد.

این امراض بیشتر در زمستان فعالیت کرده و با توجه به فقر و تیره روزی که مردم دارند و از یکسو قادر به تهیه پوشاکه خوب زمستانی و منازل گرم رهایشی نیستند از سوی دیگر توان خرید مواد خوراکی قوی و انرژی را نداشته، امراض مکروبی به سرعت به آنان حمله می برند. کار اطفال در محیط های سرد و عدم وقایه اطفال از بسیاری مرض ها سبب می گردد که در زمستان گراف مریضان در کشورما به شدت بالا برود. زنده گی عده ای از خانواده ها در خیمه ها و بسیاری بدتر از خیمه ها خود به خود زمینهء واگیر شدن امراض مکروبی را مساعد می سازد.

امراضی مثل سینه بغل، ریزش، انفلونزا وغیره در ایام زمستان بیداد کرده و نزد افرادی از هرسن و جنس به فوریت عمل می کنند و الی که جهت مقابله با آنها از منازل گرم و پوشاک مفید و غذایی مقوی استفاده گردد، چیزیکه برای اکثریت هموطنان ما میسر نیست. قیمت بلند مواد تسخین مثل گاز، چوب، ذغال و تیل با عایدی که اقشار و طبقات مختلف اجتماع ما دارند، دسترسی به آنان را ناممکن ساخته و مردم مجبوراند زمستان سرد را در زیر صندلی های سرد سپری کنند.

تداوی این مریضی ها با توجه به ظرفیت های مالی و اقتصادی مردم و شرایط معیشتی آن یا نا ممکن میباشد و یا درحد گرفتن چند تابلت مسکن صورت می گیرد. شفاخانه ها به چنین مریضانی، کم توجه بوده بسیاری از داکتران می خواهند تا این مریضان را در معاینه خانه های شخصی شان معاینه نمایند. مردم علاوه به اینکه توان پرداخت فیس را ندارند، قدرت خرید دواهای نسبتاً قیمتی را نداشته به این صورت این امراض به شکل دوامدار نزد این افراد باقی می مانند و در کنار آن به امراض گوناگون دیگر و حتی ناعلاج مصاب می شوند.

طوریکه در قانون اساسی افغانستان صحت عامه رایگان تذکر یافته است و در این مورد سالانه پول های گزافی از سوی خارجی ها داده می شود، ولی شفاخانه های دولتی خالی از دوا بوده داکتران اکثراً در ساعات معدودی به وظایف شان اشتغال دارند. این درحالیکه سالانه از کشورهای مختلف جهان صدها تن داروهای تاریخ تیر شده را به دریا می اندازند. بر مقامات صحی کشور ماست تا با توجه به امراض فعلی مخصوصاً امراض واگیر زمستانی تلاش به خرچ دهند تا از امکانات جهانی سود ببرند و برای مناطق مختلف کشور طالب کمک دارویی شوند.

در چنین روزهایی دولت میتواند در مناطق مختلف، کلینیک های رسیده گی به امراض سرپایی را به وجود آورد و داکتران وطندوست در آنها به خدمت فقرزدگان ملت خود بپردازند. این کار مستلزم یک مدیریت قوی و متحرکی است که بتوان چنین وضعیتی را سازماندهی کرد. رسیده گی به صحت یک ملت از ابتدایی ترین و نخستین کارهایی است که باید به آن رسید، درغیر آن، یک ملت بیمار و مریض قادر به پیشروی و ایجاد تحول نمی باشد.

برگشت به بالای صفحه

دختران از فوتبال محروم شوند؟

گفته می شود که اخیراً از سوی وزارت معارف ابلاغیه منبی بر منع شرکت دختران در ورزش فوتبال صادر شده و از تمام مکاتب و کلپ های سپورتی خواسته است تا دختران فوتبال نکنند. اینکه چرا وزارت معارف افغانستان دست به چنین اقدامی زده؟ می تواند دلایل گوناگونی داشته باشد که مهمترین آن گویا حساسیت در مقابل این ورزش دختران از سوی ملاهای افراطی میباشد و دلایل تخنیکی دیگری.

این سوال در قدم اول برای هرکس طرح شده می تواند که با شناختی که از وزیر معارف و دیگر تصمیم گیرنده گان آن وجود دارد، خود هرگز به چنین چیزی باور نداشته فقط به خاطر تمکین در مقابل خواست های دیگران به این کار دست زده اند، که اگر این حساسیت را موجه جلوه دهند، هستند بسیاری که حتی سایه زن و دختر را در بیرون منزل به تیر می زنند و خود آن زندان سازی در چارچوکات خانه برای زنان و دختران می باشد. پس درآن صورت باید به این خواست هم لبیک گفته شود و دروازه های مکاتب دخترانه مهر و موم گردد!

اولاً اینکه فوتبال دختران در کشور ما در سطح محدود شهر کابل جریان داشته و چند مکتب و کلپ خاصی به این کار می پردازد که قدم فوق العاده مهم و ضروری در جهت ورزش دختران وطن ما به حساب می شد، هرچند بسیار محدود و کوچک است و از سوی دیگر ورزشکاران دختر با رعایت تمام اصول و ضوابط دینی آنرا به پیش می بردند، همانطوریکه ورزش های دیگر از جمله کاراته را به پیش می برند و هم اکنون کلپ کاراته در سطح شهر کابل فعال است و علاوتاً دختران به ورزش های غیررزمی مثل والیبال، باسکتبال، بدمنتون وغیره می پردازند که معلوم نیست چه تفاوت هایی میان این ورزش ها و فوتبال وجود دارد. دختران فوتبال را با برزو، پیراهن های بلند و کلاه و چادر انجام می دادند و ازین نقطه نظر هیچ اعتراض وجود نداشت و یا حداقل اعتراض از سوی هیچ فرد و مرجعی به رسانه های همگانی نرسیده است. در تمام کشورهای اسلامی از جمله پاکستان و ایران که خود را به شدت پابند بر اصول دین و مذهب دانسته جمهوری اسلامی نام گذاشته اند دختران را از ورزش فوتبال نه تنها منع نکرده که در جهت رشد و توسعه آن کمک های زیادی را انجام می دهند ولی در افغانستان فقط به منع آن اقدام می گردد.

منع ورزش فوتبال از سوی وزارت معارف اقدام اولیه است در جهت محدود کردن فعالیت های بیشتر زنان و ممکن نیست که با چنین تمکین هایی در آینده، ورزش های دیگر هم منع قرار داده نشود. کاری که آقای اتمر به آن دست زده، نه قانونی و نه قرقین به آن اقدام کرده بود و این را میتوان حد نهایی برخورد محافظه کارانه از سوی وزارت معارف بررسی کرد که برای آزادی و برابری حقوق زن سخت زیانبار است. چیزیکه قانون اساسی کشور آنرا قبول کرده است و کسی قادر به جلوگیری از اجرای آن نمی باشد.

برگشت به بالای صفحه

نجونې تل له تاوتريخوالي سره مخ وي

ډير ځله زموږ ځوانې نجونې په كورنۍ او ټولنه كې له بد او ناوړه چلند سره مخامخ كيږي. په ځينو كورنيو كې كله، چې د نجلۍ عمر له لسو كلونو څخه واوښت، هغه دا حق نلري، چې له كوره دباندې ووځي او حق نلري، چې د ترور، كاكا، ماما او د هغوى د زامنو او نورو خپلوانو سره ناسته ولاړه ولري.

او يا هم ډيرې كورنۍ خپلې لوڼې نه پريږدي، چې ښوونځي ته لاړې شي او زده كړه وكړي. په ځينو كورنيو كې بيا د نارينه او ښځينه اولاد تر منځ د مور او پلار په زړه كې ډير توپير وجود لري، حتى د هغوى په ظاهري كړو وړو او چلند كې هم دا له ورايه برېښي. دومره پاملرنه، چې په دا ډول كورنيو كې زوى ته شته، لور ته نشته، د كور په چارو كې هم برابري نشته او د كور ټولې چارې د نجونو په اوږو وي، چې دا ټولې نيمګړتياوې د دې لامل ګرځي، چې د كورنۍ لوڼې د كورنۍ د نارينه غړو په وړاندې حساسيت وښيي او ځان يو خوار او بې صلاحيته موجود وګڼي.

د كورنۍ د غړو دا ناوړه او له تاوتريخوالي ډك چلند د دې لامل ګرځي، چې ځوانې نجونې په ډيرو داسې عملونو لاس پورې كړي، چې پايلې يې ډيرې ترخې او له ستونزو ډكې وي. له بلې خوا زموږ په ټولنه كې د مناسب او ښه چاپيريال نه درلودل هم زموږ ډيرى خويندې ځوروي. ځينې ځوانان، چې له سالمې او ښې روزنې او ښوونې څخه برخمن نه دي، كله چې په كوڅه او بازار كې زموږ خويندې ويني د هغوى د آزار او اذيت لامل ګرځي، په خپلو بې ځايه او بې ادبانه ځورولو ستونزې رامنځ ته كوي، چې دلته يو ځل بيا هغو كورنيو ته ګوت نيونه كيږي، چې په دې نه دي توانيدلې، چې خپل زامن ښه ورزوي او هغوى ته داسې سالم مصروفيتونه پيدا كړي، چې دوى د دې وخت و نه مومي، چې د نورو د ځورونې سبب شي.

دا هم د كورنيو په وړاندې يو اساسي او د پام وړ ستونزه ده، چې دوى نه پريږدي، چې ځوانې لوڼې له كوره ووځي، حتى ډيرې روڼ اندې كورنۍ دې ته نه دي حاضرې، چې لوڼې يې سربيره پردې، چې ښوونځي ته ځي، په ژمنيو رخصتيو كې كورسونو ته لاړې شي.

دا ډول تاوتريخوالى په كورنۍ او يا هم له كورنۍ څخه دباندې رامنځته كيږي، خو تر ډيره بريده كورنۍ د تاوتريخوالي اصلي زانګو ده. همدا كورنۍ ده، چې تاوتريخوالي ته زمينه برابروي. په افغانستان كې وروسته تر درې لسيزو جګړو او له دې وړاندې تاوتريخوالي يوه دوديزه بڼه غوره كړې وه. د هيواد په ډيرو سيمو كې دا كار، چې نجونو ته د خپل ژوند د ملګري د غوره كولو، ليك لوست حق نه وركول كيږي او يا هم دا، چې هغوى د ولور تر نامه لاندې پلوري.

زموږ په هيواد كې ډير داسې دودونه شته، چې په اصل كې د ټولنې په ځانګړې توګه د كورنۍ پر غړو يې منل تاوتريخوالى دى.

دا ټول هغه څه دي، چې له پخوانيو زمانو راهيسې په افغاني ټولنه كې دود لري، د نارينه وو اتكا په دې ډول سنتي ټكو ځاى ځاى خورا خوا شينونكې فضا رامنځته كوي او دا ډول سلګونه مثالونه په هيواد كې ليدل كيږي، چې د نارينه د استبدادي چلند په ترڅ كې يې پراختيا موندلې ده.

برگشت به بالای صفحه

وونځي كه دترهګرۍ روزنځايونه

څه موده وړاندې د طالبانو يوه وياند عبدالحي مطمئن له رسنيو سره په مركو كې څرګنده كړه ، دوى تكل لري، چې د افغانستان د جنوب لويديځې حوزې په شپږو ولايتونو ، كندهار ،هلمند ، زابل ، نيمروز ، فراه او ارزګان كې مدرسې جوړې كړي ،چې يومليون ډالر لګښت پرې راځي .

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه وكړې ، چې ښاغلي كرزي د افغانستان د ملي شورا د دويم كال لومړۍ ناستې په غونډه كې د خپلو خبرو په لړ كې وويل ،چې طالبانو د ۱۳۸۵ لمريز كال په بهير كې له پوهنې او ښوونځيو سره ډيره دښمني كړې او ۱۸۲ ښوونځي يې سوزولي دي .

د طالبانو د پورته څرګندونو په غبرګون كې د پوهنې وزير محمد حنيف اتمر په يوه خبري كنفرانس كې طالبان د علم او پوهې دښمنان وبلل او ويې ويل ، چې افغان دولت به هيڅكله هم طالبانو ته دا اجازه ورنه كړي ،چې په دغو سيمو كې مدرسې پرانيزي .

يوشمير كارپوهان په دې اند دي ، چې د طالبانو دا خبرې تبليغاتي بڼه لري او غواړي په دې توګه دا وښيي ،چې

دوى د ښوونځيو په ضد نه دي .

ډيرى كارپوهان بيا په بل نظر دي او وايي ، چې پاكستان په هغه خاوره كې د طالب جنګياليو او ترهګرو د روزنې د مركز په توګه په دې وروستيو كې تر ډير زيات نړيوال فشار لاندې راغلى او داسې ښكاري ، چې نور به طالبانو ته په خپله خاوره كې د زده كړو اجازه ورنه كړي ، چې له دې امله طالبان مجبوريږي د ننه په افغانستان كې البته په هغو سيمو كې ،چې نفوذ لري خپلې مدرسې او روزنځايونه پرانيزي ، خو دا كار يو څه د طالبانو له وسه وتلې خبره ده ، ځكه افغان دولت د يادو ولايتونو ، حتى دهغوى پر ولسواليو څه ناڅه واكمني لري او له بل لوري نړيوال ځواكونه تر ډيره بريده په همدغو سيموكې فعال دي . ښايي طالبان د دې كار لپاره خپلو عملياتو ته ډير زور وركړي، تر څو په ځينو ولسواليو خپله ولكه ټينګه كړي .

لكه څنګه ، چې وينو دولت هم د هغو نيمګړتياوو او يوه منظم كاري سيستم د نه درلودلو له كبله تر اوسه په دې نه دى توانيدلى ، چې د هيواد په ولايتونو كې د ښوونې او روزنې په برخه كې مثبت او د پام وړ ګامونه پورته كړي .

له پنځو كلونو را پدېخوا د ښوونې او روزنې وزارت په دې نه دى بريالى شوى ، چې د هيواد په كچه ښوونځي جوړ كړي او كومې ستونزې ، چې د هيواد بچيان يې په ښوونيز سيستم كې لري له منځه يوسي .

دغه نيمګړتيا نه يواځې په ولايتونو، بلكې په پلازمېنه كې هم متصوره ده.دلته ډيرى داسې سيمې شته ، چې زده كوونكي ترخيمولاندې او ياهم په آزاده فضا كې زده كړه كوي .

ډيرى كار پوهان په دې ګروهه ده، چې كه چيرې طالبان په خپل دې تصميم كې بريالي شي، نو شكه نشته ، چې دوى به په دې ښوونځيو كې دديني اوعصري زده كړو په ځاى هغوى ته پوځي زده كړې هم وركړي اوبيابه يې دافغان دولت په وړاندې وجنګوي اوپه هېواد كې به امنيت اوامنيتي حالت ته سترګواښ رامنځته كړي،دولت اونړيواله ټولنه بايد په هيڅ صورت طالبانو ته داموقع په لاس ورنكړي، چې يو ځل بيا افغانستان دترهګرۍ په روزنځاى بدل كړي.

برگشت به بالای صفحه

خصوصی سازی وضع را بهبود خواهد بخشید؟

بعد ازآنکه در کنفرانس بن و قانون اساسی افغانستان بازار آزاد اقتصادی به تصویب رسید، از چند سال به اینسو فعالیت هایی از سوی دولت افغانستان در جریان است که تمام تصدی های دولتی بعد از داوطلبی به بخش خصوصی انتقال پیدا کنند. قبلاً کمیسیونی زیر نام ارزیابی تصدی های دولتی کار می کرد که در اثر عدم موفقیت آن منحل گردید و اکنون هر تصدی با توجه به وزارتخانه مربوطه و وزارت مالیه به این کار مبادرت می ورزد.

اخیراً در تصدی دولتی به بخش خصوصی انتقال یافته که از جمله بریشنا موسسه نیز جزء آنهایی باشد که قراراست بعد از طی مراحل، مسوولیت دولت بر این تصدی ها کاملاً از میان برداشته شود. قرار است 55 تصدی دولتی ب ه صورت قطع به بخش خصوصی داده شود که از این مدرک دولت پولی به ارزش یک ملیارد دالر ب ه دست خواهد آورد.

بسیاری ازین تصدی ها در جریان جنگهای تنظیمی هیئت و بورد خود را از دست داده اند و فقط در تصدی های تولیدی آهنپاره ها و زمین آنها باقیمانده که به بخش خصوصی انتقال داده می شود. عده ای از تصدی ها در حد معینی فعال بوده و گفته می شود که با خصوصی شدن این یازده تصدی حداقل 500 نفر شغل شانرا از دست خواهند داد. وزارت مالیه اعلان کرده است که برای دو سال معاش این کارگران که بیک ار می شوند از سوی دولت برای شان پرداخته خواهد شد تا زمانیکه بتوانند برای خود شغل دیگری پیدا کنند . درحالیکه قبلاً گفته می شد که یکی از شرایط فروش این تصدی ها از سوی دولت این است که مال ک جدید نمی تواند کارگران شاغل درین تصدی ها را از کار برکنار کند و باید حین خرید ، این شرایط را بپذیرد.

در شرایط کنونی که ما بیش از چهار ملیون بیکار داریم و فرار کارگران ما به سوی ایران و پاکستان همچنان ادامه دارد ، بیکار شدن عده ء دیگری از کارگران در این تصدی ها فاجعه بار میباشد و الی که کارگران به تقاعد سوق داده شوند، که در آن صورت دولت مکلف به پرداخت این حق برای آنان می باشد.

تصدی های ی که به بخش خصوص ی محول می گردند، باید در بدل تولید شان برای دولت مالیه بپردازند و دولت این پول را در خدمات اجتماعی بکار بیندازد. از جا ی یکه فساد سراپای این ارگان ها را فرا گرفته و بعید به نظر می رسد که مالیه اصلی از سوی این بخش ها پرداخت گردد ، لذا مالیه مورد نظر پرداخت نخواهد شد، پول فروش با این فساد چون پول های دیگر ثروت بادآورده قرار داده خواهد شد و عده ای از کارگران هم بیکار خواهند گشت. لذا خوب بود که با چنین عجله ای دست به این کار زده نمی شد و دولت برای مدتی آنرا هدایت و حمایت می کرد، تا در رقابت با بخش خصوصی هر دو جهت قوت م ی یافت، بعداً آنرا در چنین معامله ای قرار می داد. فروش اینطور عاجل و بی تعمق وضعیت اقتصادی را بدتر خواهد کرد.

برگشت به بالای صفحه

زنان در وضعیت بد امنیتی ضربه پذیرتراند

امنیت و ثبات از مهمترین ارکان ترقی و پیشرفت در یک کشور بوده، بدون آن مردم در هیچ بخشی از زنده گی قادر به امرار معاش نیستند و به این خاطر وقتی تغییراتی در نیروهای امنیتی کشور به میان می آید، مردم نسبت به هر کار و تغییر دیگری آنرا جدی گرفته و ب ه زودی نتایج آنرا بررسی کرده، ثبات و پایداری را معیار و محک می زنند.

در این میان زنان ب ي شتر حساس بوده و خود را در بی امنیتی ها آسیب پذیرتر می بینند. این زنان بودند که در جریان جنگهای تنظیمی بیشترین آسیب ها را م تحمل شدند، در امارت طالبی بیشترین توهین ها و تحقیر ها را متوجه خود یافتند و در 4-5 سال اخیر در زن و دخترفراردادن ها، اختطاف اطفال و تجاوز بر حقوق زنان، این نیمی از پیکرهء اجتماع بیشترین رنج را م تحمل گردیدند و حال هم بیشترین دلهره و اضطراب را از بدی امنیت دارند. زیرا خود می دانند و تجربه سال های اخیر را دارند که بابد شدن وضعیت امنیتی به چه پیمانه ضربه پذیراند.

به مجردیکه وضعیت امنیت، مخصوصاً در شهرها وخیمتر می گردد، زنان یا دختران جوان شانرا از رفتن به مکتب منع می کنند و یا تا برگشت آنان خون دل می خورند. اطفال خود را هر صبح به مکتب می برند و یا آنانرا از رفتن به مکتب منع می کنند. این وضعیت حتی در پایتخت کشورما هم وجود دارد، زیرا دختران و پسران بسیاری از همین جا اختطاف شده اند.

در مناطقیکه تروریستان قدرت دارند زمینهء تحصیل از زنان را بکلی گرفته و در مناطقی که تفنگ بدستان غیرمسوول زور دارند، بدترین اعمال را در قبال زنان انجام می دهند. بگذریم از اینکه در سنت ها و رسم و رواج ها و باورهای نامعقول، این زنان اند که قربانی می شوند و هست و بود شان را از دست می دهند. خودکشی ها و خودسوزی های زنان که در دو سال اخیر بلندترین گراف را به نمایش می گذارد، اکثراً با وضعیت بی امنیتی، فشار و زورگیری بر خانواده ها رابطه دارند، بگذریم از اینکه مسایل دیگری مثل فقر و فرهنگ زن ستیزانه در بسیاری موارد دخیل می باشند.

هرچه بی امنیتی و انارشی بیشتر باشد به همان پیمانه دزدی، اختطاف اطفال، تجاوز بر زنان، رهگیری و قتل و غارت بیشتر می گردد. در دزدی ها اکثراً دیده شده که زیورات زنان به غارت رفته و بدنامی ها برای زنان زاده شده، در اختطاف اطفال زنان بیشتر به خون می نشینند و در تجاوز به آنان معلوم است که چه آینده هایی در انتظار شان است و برای بسیاری از زنان، در چنین حالتی فقط خودکشی راه حل می باشد؛ درحالیکه عده ای از مردان با چنین تجاوزاتی افتخار می کنند و گویی اخلاق فقط مربوط زنان می باشد!!

در رهگیری ها بازهم زنان آسیب پذیرتراند و به زودی بدنامی های کشنده یی برای شان ایجاد می گردد وغیره. به این صورت زنان بیشتر از وضعیت امنیتی شاکی بوده و بر اکثر مردان که وظایف امنیتی را به عهده می گیرند باور ندارند و از ین منظر سخت عذاب می کشند. تغییرات اخیر در نیروهای امنیتی، در وضعیت امنیت بهبودی به وجود نیاورده، حتی در بعضی جاها بدترهم شده است و این ضرورت به تغییرات مهم و جدی و ریشه ای دارد که تا بتوان در پرتو آن به آرامش و ثبات رسید.

برگشت به بالای صفحه

د كارنكور ازموينې ته دې سرسري ونه كتل شي

د نورو كلونو په شان، سږ كال هم يو زيات شمير د دولسمو ټولګيو فارغان د كانكور آزموينې ته سترګې په لار دي او دا هيله لري، چې د لوړو زده كړو په تحصيلي موسسو كې شامل شي.

تېر كال د هغو ۴۴ زرو تنو له جملې څخه، چې د كانكور د آزموينې لپاره يې نوم ليكنه كړې وه، يوازې ۳۹ زره تنه په آزموينه كې شامل او پاتې نور (( ۱۵ )) زره تنه، نورو عالي او نيمه عالي تحصيلي موسسو ته جذب شول.

تيره اوونۍ د ځينو ليسو فارغان، چې شمير يې ۷ زره تنو ته رسيده او له (( ۱۵ )) ليسو څخه فارغ شوي وو، د كانكور د آزموينې په پروسه كې شامل شول او ويل شوي، چې پاتې نور به هم په بيلابيلو پړاوونو كې آزموينه وركړي. خو د انديښنې وړ خبره دا ده، كومه شميره، چې د لوړو زده كړو موسسو ته جذبيږي ډيره لږه ده، ځكه هر كال يو زيات شمير نجونې او هلكان د پلازمينې او ولايتونو له ښوونځيو څخه فارغيږي، خو كله چې دوى ته د لوړو زده كړو شرايط نه وي برابر او په دولتي ادارو كې هم د كار په خاطر جذب نه شي، وزګار پاتې كيږي، چې دا هم د هيواد ځوان نسل ته يوه ستره ستونزه او نااميدي ده او هم د هيواد په ودانولو، ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي چارو كې د دوى نه ګډون يوه نيمګړتيا شميرل كيږي.

همدا شان د كانكور د آزموينې په بهير كې هم ځينې نيمګرتياوې او ستونزې شته، چې اړونده مسوولين ورته جدي پاملرنه، نه كوي.

په تيرو كلونو كې داسې ويل كيدل، چې د آزموينې په اخيستو كې ځينې درغلۍ لكه: واسطه، بډې او د آزموينو د پوښتنو د پاڼو پلورل او پيرودل موجود وو، چې دې كار زموږ هغه شمير ځوانان، چې په رښتني توګه يې زحمت ايستلى و او د لياقت خاوندان وو، له ناهيلۍ سره مخامخ كړل. يو زيات شمېر د كانكور د ازموينې ګډونكوونكو دا شكايت كاوه، چې نومرې يې خوړل شوې دي او يا د خپلو نومرو په اساس د خپلې خوښې پوهنځيو ته نه دي پېژندل شوي، چې له دې امله اړ دي، كال وروسته يو ځل بيا د كانكور په ازموينه كې برخه واخلي او د خپلې خوښې پوهنځيو ته لار وكړي.

كه څه هم د پخوا په پرتله اوس دغه بهير يو څه منظم او ښه راترسترګو كېږي، خو بيا هم د اړونده مسوولينو د نه پاملرنې له كبله وليدل شول، چې د آزموينې په بهير كې ځينې ستونزې موجودې وې، چې يو ځل بيا يې د لوړو زده كړو د چارواكو كمزورتيا څرګنده كړه.

دغه موضوع د دې څرګندونه كوي، چې د لوړو زده كړو وزارت چارواكي د تېرو كلونو رامنځته شويو ستونزو ته په عادي او سرسري نظر ګوري اودغه پروسه ورته دومره جدي په نظر نه ورځي. حال دا چې نوموړې پروسه افغان زده كړو ځوانانو ته ډېر اهميت او د هغوى له برخليك سره بشپړ تړاو لري، كه چېرې د يو شمېر فرصت غوښتونكو كسانو له خوا درغلي او واسطه بازي رامنځته شي، په يو نه يو ډول به د ډېر شمېر لايقو او ممتازو زده كوونكو د لوړو زده كړو ارمان نيمګړى پاتې كړي. په دې برخه كې د اندېښنې وړ خبره خو دا ده، هغه شمېر زده كوونكي چې د خپل لياقت له مخې د خپلې خوښې پوهنځيو ته ونه پېژندل شي، بې له شكه نه غواړي، چې بل پوهنځى يا بله رشته ووايي، نو له دې امله اړ كېږي، چې يو كال صبر وكړي او يو ځل بيا د كانكور په ازموينه كې برخه واخلي، چې په ډول د نوموړو زده كوونكو يو كال هسې عبث تېرېږي او دا هغه څه دى، چې مسووليت به يې د لوړو زده كړو د وزارت په غاړه وي.

د دې لپاره، چې د كانكور پروسه تر نيوكو لاندې رانه شي لازمه ده، چې د لوړو زده كړو وزارت د كانكور د اخيستلو لپاره داسې يوه ستراتيژي جوړه كړي، چې د هيڅ ډول تقلب او نيوكو ځاى په كې نه وي.

برگشت به بالای صفحه

زنان بیشتر اعتراض دارند

در هفته گذشته ولسی جرگه افغانستان منشوری را به تصویب رساند که در سطح کشورو نهادهای مدنی و حقوقی جهانی سر، صداهای بسیاری را خلق کرد و تمامی رسانه های ملی و بین المللی همگانی این مسئله را پوشش وسیعی دادند.

این منشور که بسیار عجولانه و با شتاب بعد از اعدام صدام حسین و یاران او و قتل محمداسلام محمدی نماینده سمنگان در ولسی جرگه، در ولسی جرگه طرح و تصویب شد حتی عده ای از خود نماینده گان را هم بشدت عصبانی ساخت و مردم به اشکال گوناگونی در هر کوچه و بازار مقابل آن عکس العمل نشان دادند.

این منشور که دو بخش دارد، در قسمتی از آن مخالفان دولت افغانستان به آشتی ملی دعوت شده از آنان خواسته شده تا در راه تحکیم صلح و ثبات، دولت افغانستان را یاری کنند. کاریکه قبلاً کمیسیون حضرت صبغت الله مجددی آنرا انجام می داد. در بخش دیگر که جدال و کشمکش روی آن صورت گرفت، بخشیده شدن تمام افراد و گروه های درگیر در سه دههء اخیر میباشد؛ درحالیکه ادعاهایی مبنی بر اینکه خود این افراد متهم به نقض حقوق بشر بوده و باید در داد گاهی به این اتهامات پاسخ بدهند، منشور عفو را تصویب کرده لذا مردم ادعا دارند که جنایتکاران خود را خود بخشیده اند، کاریکه خداوند متعال هم صلاحیت آنرا به خود محفوظ نداشته و حق العبد را محترم شناخته است.

عکس العمل نهادهای مختلف و اقشار و طبقات متفاوت جامعه در محکومیت این منشور فوق العاده گسترده بود، مخصوصاً زنان که نیروی آسیب پذیر جامعه بوده و درین سه دهه بیشترین بار نقض حقوق بشری را کشیده و علاوه به اینکه در درگیری ها، بمباران ها، حملات تهاجمی، انفجارها و انتحارها به قتل رسیده اند، مورد تجاوز قرار گرفته، فرار داده شده، اختطاف گردیده، به زور نکاح شده و در راس همه دلبندان شان توسط زورگویان یا کشته شده و یا اختطاف گردیده است. بخشیده شدن جانیان و ناقضان حقوق بشر در قدم اول تجاوز بر حقوق زنان، و مادران کشور ماست که به هیچ عنوان این همه جنایت را فراموش نکرده و خواهان حسابگیری از قاتلان فرزندان شان می باشند و این منشور، بیشترین جفا را در حق این مادران روا داشته است.

درین چند روز زنان بسیاری در سطوح مختلف در برابر این منشور که بسیاری آنرا منشور کذایی نام گذارده اند، عکس العمل نشان داده و خواهان برگزاری محاکمی برای این ناقضان می باشند تا حقوق تلف شدهء شان را به دست آورند. ظلم و ستمی که برزنان کشورما رفته، واقعاً دردناک است و تاسیس محاکم برای جانیان ضد حقوق بشر در قدم اول در حقیقت اعاده حقوق زنان می باشد و بسیاری معتقد اند که این منشور، کوچکترین حقی را از کسی گرفته نمی تواند و روزی خواهد رسید که این منشورها در قدم اول به وسیله مادران ما پاره شوند و بعد از همه ناقضان و متجاوزان بر حقوق بشر باز پرسی صورت گیرد و در صورتیکه چنین کاری انجام نگیرد مادران و خواهران داغدیده درد شان چند برابر شده و راهی جز انتقام گیری شخصی برایشان باقی نخواهد ماند وهیچ شکی در آن نیست که حوادثی چون قتل محمد اسلام محمدی بار بار اتفاق بیافتد و از ین طریق باز پرس از جنایتکاران ناقض حقوق بشر صورت بگیرد.

برگشت به بالای صفحه

د هيواد په سلو كې ديارلس ښځې په مخدره توكو روږدې دي

زموږ د هيواد له اساسي او مهمو ستونزو څخه يو هم په مخدره توكو روږدې كيدل دي، چې له بده مرغه زموږ يو زيات شمير هيوادوال پرې اخته دي، چې د پراخيدو كچه يې د ټولنې په بيلابيلو قشرونو او طبقو كې خورا زياته او د پام وړ ده، چې ورځ تربلې يې په شميره كې زياتوالى راځي.

په هيواد كې وروستي آمار ښيي، چې د يو ميليون په شاوخوا كې كسان په ترياكو او هيروئينو روږدي دي، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلوكې ښځې دي، چې د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ،چې زموږ د هيواد د ښځو لمن يې نيولې دا فيصدي ډيره دردونكې ده، چې كه د پراخيدو مخه يې و نه نيول شي، اور به يې د ډيرى كورنيو لمن هم ونيسي، چې بيا به يې د مهار او له منځه وړلو كار ډير ستونزمن وي.

زموږ په هيواد كې ښځې د بيلابيلو لاملونو له كبله روږدي شوې، چې علل او عوامل يې ډير دي.

تر ټولو د مخه د هغوى روحي او رواني ستونزې دي، چې زموږ ډيرى ښځې په دې اند، چې د نشې له لارې به وكړاى شي، د څه وخت لپاره د رنځ او غم پيټى يې له اوږو لرې شي او رنځ او غم به له ياده وباسي مخدره توكو ته مخه كوي.

د كابل په ښار كې د (( ۶۰ )) زرو په شا وخوا كې په هيروئينو او ترياكو اخته كسان شته، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلو كې يې ښځې او ماشومان دي، چې د پورتنيو يادوشويو ستونزو له كبله يې مخدره توكو ته پناه وړې ده.

بله دا، چې په هغو كورنيو كې، چې نارينه په مخدره توكو روږدي دى، د دې لپاره چې د خپلو ښځو له مقاومت او مخالفت سره مخ نه شي، هڅه كوي خپلې ښځې هم پدې ناوړه عمل اخته كړي.

ځينې ښځې بيا د شاقه كارونو د سرته رسولو او دارو درملو د نه درلودلو له وجهې د دې لپاره، چې خپل دردونه او ستړيا يې د څو شيبو لپاره له منځه وړي وي اعتياد ته مخه كوي.

په ځينو نورو سيمو كې ښځې د غاليو په اوبدلو بوختې وي او د دې لپاره، چې ماشومان هغوى ته مزاحمت ونكړي، هغوى ته ترياك وركوي څو آرامه بيده شي، چې د وخت په تيريدو هغه په دغه ناوړه او وژونكو موادو روږدي كيږي او د هغوى د كورنۍ شيرازه د بربادۍ پر لوري ځي.

زموږ په هيواد كې مخدره توكو، خصوصاً ترياكوته لاس رسى خورا آسانه كار دى.

په ډيرى كليو او بانډو كې د ترياكو كښت دود دى، چې په ډيره آسانۍ كولاى شو هغو ترلاسه كړو. له بلې خوا د نورو هيوادونو په پرتله دا توكي ډير ارزانه هم دي او هر څوك يې تر لاسه كولاى شي.

په ښارونو كې هم د مخدره توكو په سلګونه خپرونكي شته، چې په هره كوڅه كې تر سترګو كيږي، چې دا وضعيت دې ته زمينه مساعدوي، چې د دغه وژونكو توكو د پراختيا او خپريدو چارې چټكې پر مخ لاړې شي.

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن هم دي هغه متل دى ،چې وايي : ( هرچه بگندد نمکش می زنند ، وای به آن روز که بگندد نمک )دغوټولو لاملونو لاس سره يو كړى او د دې لامل ګرځيدلي څو دغه ناوړه پديده ، په پراخه كچه پرمختګ وكړي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

دا امكان نلري، چې پدې برخه كې دې نړيواله ټولنه، د افغانستان ګاونډيان، دولت، خيريه ټولنې، خلك په تيره بيا هغه كورنۍ، چې غړي يې روږدي وي د زړه له كومي مرسته او هڅه ونكړي.

برگشت به بالای صفحه

رای سفید، ولسی جرگه را به بن بست کشانده

آغاز سال دوم کار ولسی جرگه با جدل و کشمکش آغاز شد. جنجال بر سر تعیین معاونان و منشیان آن کشمکش های فراوانی را دامن زد. چنانچه تا هنوز قادر به انتخاب معاون دومش نشده است و بخاطریکه فکر می کنند به چنین امر ابتدایی موفق نخواهند شد، آنرا برای زمان نامحدودی مسکوت گذارده اند. دعوا بر سر کسب امتیاز با حکومت نیز تا حال به نتیجهء لازم نرسیده است و ازین رهگذر سخت مورد انتقادات ملت قرار گرفته و آنانیکه تا حدی به این نهاد جهت سر و صورت دادن به وضعیت ناهنجار کنونی دل بسته بودند، نیز نا امید شده دیگر کسی را نمی توان یافت که از کارکرد ولسی جرگه راضی به نظر آید.

تصویب منشوریکه در آن خونهای ریخته شدهء 3 دهه اخیر برای قاتلان بخشیده شده، بیشتر خشم مردم را در برابر ولسی جرگه برانگیخت و این نهاد را عوض مدافع حقوق ملت حافظ منافع قاتلان ملت یافته، علم مخالفت را با آن بلند کردند. اینبار نه تنها مردم از بیرون بر این تصویب اعتراض داشتند که عده ای از وکلا در درون پارلمان طی صحبت ها و گفتگوهایی این عمل ولسی جرگه را شدیداً محکوم کردند و با مردم همنوایی نمودند که از جمله وکلای گروپ خط 3 بسیار فعال بوده، با دادن کنفرانس مطبوعاتی این عمل ولسی جرگه را ضد ملی خواندند.

در کنار این همه کمبودها ولسی جرگه اکثراً به کمبود نصاب رو به رو بوده، نمی تواند در رای گیری نصاب را پوره کند و وقتی نصاب پوره می شود، رای سفید صندوق ها را پر می سازد.

رای سفید که معادل هیچ است، حربه ایست که وکلای ناراضی در برابر کاندیدانی که با آنان موافق نیستند بکار می گیرند. که این خود کار ولسی جرگه را لنگ کرده، پیشروی و حرکت به جلو را از آن می گیرد.

رای سفید در اثر اختلافات گروهی، تنظیمی و سمتی به میان می آید. چون از دور اول دو نفر به دور دوم انتخاب در تعیین اعضای هیئت اداری می رسند، لذا وکلایی که با این دو تن مخالف اند، رای مثبت یا منفی را در صندوق نینداخته از رای سفید کار می گیرند.

سال گذشته چنین حرکتی از سوی وکلا دیده نمی شد. در تمام موارد اگر در دور اول به انتخاب مورد نظر شان نمی رسیدند، در دور دوم به یکی از دو انتخاب رای داده غایله را ختم می کردند.

حال ولسی جرگه با دو چالش بسیار سخت رو به رو است، نخست اینکه چگونه نصاب را پوره کند و هیئت اداری درین رابطه چه تدبیری را می تواند ارائه نماید و از سوی دیگر وقتی نصاب کامل شد، از انداختن رای سفید چگونه جلوگیری نماید، زیرا برای جلوگیری از چنین کار هیچ میکانیزمی وجود ندارد جز اینکه خود وکلا فکر کنند که یا باید کار ولسی جرگه را به پیش برانند یا آنرا فلج کنند. چیزیکه نمی توان آنرا در حقیقت مثبت پیشبینی کرد و به این خاطر است که مردم زمزمه های به نام انحلال پارلمان را مطرح نمایند.

برگشت به بالای صفحه

د هيواد په سلو كې ديارلس ښځې په مخدره توكو روږدې دي

زموږ د هيواد له اساسي او مهمو ستونزو څخه يو هم په مخدره توكو روږدې كيدل دي، چې له بده مرغه زموږ يو زيات شمير هيوادوال پرې اخته دي، چې د پراخيدو كچه يې د ټولنې په بيلابيلو قشرونو او طبقو كې خورا زياته او د پام وړ ده، چې ورځ تربلې يې په شميره كې زياتوالى راځي.

په هيواد كې وروستي آمار ښيي، چې د يو ميليون په شاوخوا كې كسان په ترياكو او هيروئينو روږدي دي، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلوكې ښځې دي، چې د نورو ستونزو او ناخوالو تر څنګ،چې زموږ د هيواد د ښځو لمن يې نيولې دا فيصدي ډيره دردونكې ده، چې كه د پراخيدو مخه يې و نه نيول شي، اور به يې د ډيرى كورنيو لمن هم ونيسي، چې بيا به يې د مهار او له منځه وړلو كار ډير ستونزمن وي.

زموږ په هيواد كې ښځې د بيلابيلو لاملونو له كبله روږدي شوې، چې علل او عوامل يې ډير دي.

تر ټولو د مخه د هغوى روحي او رواني ستونزې دي، چې زموږ ډيرى ښځې په دې اند، چې د نشې له لارې به وكړاى شي، د څه وخت لپاره د رنځ او غم پيټى يې له اوږو لرې شي او رنځ او غم به له ياده وباسي مخدره توكو ته مخه كوي.

د كابل په ښار كې د (( ۶۰ )) زرو په شا وخوا كې په هيروئينو او ترياكو اخته كسان شته، چې د هغو له ډلې څخه ديارلس په سلو كې يې ښځې او ماشومان دي، چې د پورتنيو يادوشويو ستونزو له كبله يې مخدره توكو ته پناه وړې ده.

بله دا، چې په هغو كورنيو كې، چې نارينه په مخدره توكو روږدي دى، د دې لپاره چې د خپلو ښځو له مقاومت او مخالفت سره مخ نه شي، هڅه كوي خپلې ښځې هم پدې ناوړه عمل اخته كړي.

ځينې ښځې بيا د شاقه كارونو د سرته رسولو او دارو درملو د نه درلودلو له وجهې د دې لپاره، چې خپل دردونه او ستړيا يې د څو شيبو لپاره له منځه وړي وي اعتياد ته مخه كوي.

په ځينو نورو سيمو كې ښځې د غاليو په اوبدلو بوختې وي او د دې لپاره، چې ماشومان هغوى ته مزاحمت ونكړي، هغوى ته ترياك وركوي څو آرامه بيده شي، چې د وخت په تيريدو هغه په دغه ناوړه او وژونكو موادو روږدي كيږي او د هغوى د كورنۍ شيرازه د بربادۍ پر لوري ځي.

زموږ په هيواد كې مخدره توكو، خصوصاً ترياكوته لاس رسى خورا آسانه كار دى.

په ډيرى كليو او بانډو كې د ترياكو كښت دود دى، چې په ډيره آسانۍ كولاى شو هغو ترلاسه كړو. له بلې خوا د نورو هيوادونو په پرتله دا توكي ډير ارزانه هم دي او هر څوك يې تر لاسه كولاى شي.

په ښارونو كې هم د مخدره توكو په سلګونه خپرونكي شته، چې په هره كوڅه كې تر سترګو كيږي، چې دا وضعيت دې ته زمينه مساعدوي، چې د دغه وژونكو توكو د پراختيا او خپريدو چارې چټكې پر مخ لاړې شي.

په هيواد كې د مخدره توكو د كركيلي، قاچاق او خپريدو يوه بله اساسي ستونزه د امنيتي چارواكو نه پاملرنه او د هغو په مخنيوي كې د دوى نه وړتيا ده ،ان تر دې ،چې ځينې دولتي او لوړ پوړي چارواكي د مخدره توكو په قاچاق كې د لاس په لرلو تورن هم دي هغه متل دى ،چې وايي : ( هرچه بگندد نمکش می زنند ، وای به آن روز که بگندد نمک )دغوټولو لاملونو لاس سره يو كړى او د دې لامل ګرځيدلي څو دغه ناوړه پديده ، په پراخه كچه پرمختګ وكړي.

د دغه كور وراني ښامار په وړاندې د مبارزې په خاطر بايد د هغه د كښت، قاچاق او خپريدو په مخنيوي كې ډيره هڅه او هاند وشي.

خاصې محكمې بايد هغو كسانو ته جوړې شي كوم، چې غواړي زموږ بې وزلي او مظلوم هيواد وال په دغه ناوړه عمل اخته كړي او جزا دې ورته وركړل شي.

د روږدي كسانو د تداوي په خاطر دې ځانګړي مركزونه جوړ او هغوى دې تر جدي درملنې او پاملرنې لاندې ونيول شي.

دا امكان نلري، چې پدې برخه كې دې نړيواله ټولنه، د افغانستان ګاونډيان، دولت، خيريه ټولنې، خلك په تيره بيا هغه كورنۍ، چې غړي يې روږدي وي د زړه له كومي مرسته او هڅه ونكړي.

برگشت به بالای صفحه

د مارچ اتمه د ښځ و د پيوستون ور ځ

د مارچ اتمه ، چ ې د ښځ و د پيوستون له ن ړ يوال ې ور ځې سره سمون خوري ، هر كال د مليونونو ښځ و او نارينه و له خوا د ن ړۍ په بيلابيلو هيوادونو ك ې په شاندارو مراسمو لمان ځ ل كي ږ ي .

په كال ۱۹۰۸ ك ې د نيويارك نساجي فابريك ې ښځ ينه كار ګ رانو د مارچ په اتمه د خپلو حقوقو د غو ښ تن ې پر بنس ټ مظاهره وك ړ ه . د دوى غو ښ تن ې دا و ې : د كار كولو ښ ه امكانات برابرول ، د ښځ و د راي ې د حق پيژندل او د كوچنيانو په كار بنديز ل ګ ول .

همدا شان د ښځ و د ن ړ يوال غور ځ ن ګ بنس ټګ ر ې كلارازتكين د لوم ړ ي ځ ل لپاره د ښځ و د حقونو غو ښ تنه پيل ك ړ ه .

كلارازتكين موخ ې ته د رسيدلو لاره له ستونزو ډ كه ګڼ له ، خو سره له د ې ي ې پوره څ لوي ښ ت كاله په هو ښ يارتيا او پاخه هو ډ د ښځ و د ن ړ يوال غور ځ ن ګ لپاره كار كاوه او د د ې كار لپاره ي ې ، چ ې د ښځ و ژوند ته سوله او پر مخت ګ راولي ، ډ ير ې ستونز ې و ګ الل ې .

د هغ ې د ه څ و پايله وه ، چ ې په ۱۹۱۰ كال ك ې د ښځ و د حقونو د ساتن ې ن ړ يوال كنفرانس جو ړ شو . دا كنفرانس ، چ ې په كوپن ها ګ ن ك ې جو ړ شو ، ټ ولو غ ړ و پك ې پريك ړ ه وك ړ ه ، چ ې د مارچ اتمه د ې د ښځ و د ن ړ يوال ې ور ځې په نوم وپيژندل شي . پد ې تو ګ ه ي ې د ښځ و د حق غو ښ تن ې ت ګ لار ې ته رسمي ب ڼ ه ورك ړ ه اوپه ټ اكنو ك ې ي ې ګډ ون د هغوى حق وباله .

په داس ې حال ك ې ، چ ې د مارچ اتمه د كب ( ۱۷ ) مه د ښځ و د ن ړ يوال ې ور ځې په تو ګ ه په ټ وله ن ړۍ ك ې لمان ځ ل كي ږ ي ، زمو ږ په هيواد ك ې هم دا ور ځ لمان ځ ل كي ږ ي ، خو له بده مرغه لكه څ ن ګ ه ، چ ې ښ ايي په ر ښ تين ې تو ګ ه نه بلك ې په سمبوليكه او تش په نامه لمان ځ ل كي ږ ي ، ځ كه زمو ږ په هيواد ك ې ښځې لاتر اوسه هم په د ې نه دي توانيدل ې ، چ ې خپل حقوق تر لاسه ك ړ ي ، ښځې تل د نارينه و تر فشار او زور زياتي لاند ې ژوند كوي ، كه يو نارينه ونه غوا ړ ي ،چ ې ښځ ه ي ې له كوره بهر وو ځ ي نو ښځ ه هي څ كله هم نه شي وتلاى ، زمو ږ دهيواد په ځ ينو ولايتونو ك ې بيا ښځې د څ ارويو په څ ير خر څ ي ږ ي ، په بدو ك ې وركول كي ږ ي ، په زوره او كم عمر ودي ږ ي او نه يواز ې دا، چ ې دكور ټ ول ستونزمن كارونه سرته رسوي بلك ې له كوره بهر هم ډ يرى كارونه د دوى په غا ړ ه دي .

په افغانستان ك ې د بشر د حقوقو خپلواك كميسيون وايي ، د طالبانو له سقوط نه راپديخوا ، اوس هم د ښځ و حقونه په پراخه تو ګ ه تر پ ښ و لاند ې كي ږ ي ، پر هغوى تيرى كي ږ ي ، وژل كي ږ ي ، په زوره او اجباري ډ ول ودونو ته مجبوره كي ږ ي ، د ژوندانه د نا مساعدو شرايطو له كبله او دنارينه و د ظلم او زور زياتي له كبله په ځ ان وژنو لاس پور ې كوي . مو ږ په داس ې حال ك ې دا ور ځ لمان ځ و ، چ ې د ښ وون ې او روزن ې د نشتوالي له امله مو نه ميرمن ې له خپلو حقونو خبر ې دي او نه ي ې د پوهاوي لپاره كوم ې د پام و ړ ه څې شو ې . په د ې هيله ، چ ې زمو ږ د هيواد ښځې هم لكه د نور ې ن ړۍ ښځې د ژوندانه له هر ډ ول اسانتياو برخمن ې شي دوى ته د مرسل اونيز ې اداره د دغ ې ور ځې په ويا ړ د ز ړ ه له كومي مباركي وايي .

برگشت به بالای صفحه

بی سرپناهی مشکل علاج ناپذیر شده است

مشکل بی سرپناهی در سرتاسر کشور، مخصوصاً در شهر کابل به یک پرابلم لاعلاج مبدل گردیده است و آمدن مهاجران از کشورهای همسایه که اکثراً به شکل کتله ای سرازیر می گردند بر بار این مشکل افزوده، مسوولان و دست اندرکاران این غایله نه تنها نمی توانند که آنرا مهار و محدود نمایند که روز تا روز بر عمق و گسترده گی آن افزایش به وجود می آید.

شهر 5 ملیونی کابل که قدرت گنجایش کمتر از دو ملیون نفر را داشت، در طول پنج سال گذشته به شهری مبدل گشته که اکنون جای سوزن انداختن هم در آن وجود ندارد، بسیار ی از زورمندان تفنگی با غصب زمین های دولتی بطور خود سر به آباد کردن منزل پرداخته و اطرافیان خود را پیرامون خود جمع کرده اند که نهادهای دست اندرکار درین رابطه قادر به انجام کار و اقدامی نم ی باشند. 65 در صد شهر کابل بصورت بی نقشه و ماستر پلان شهری آباد گردیده است. در حومهء شهر زمین های شخصی مردم بصورت بی نقشه فروخته و آباد شده است که دولت توان پرداخت پول استملاکی شانرا نداشته لذا کابل به شهر بی درو پیکر مبدل شده است.

نبود پارکنیک، پیاده رو، خشت های سمنتی، غرفه و چک، شهر را به حالت ناهنجاری مبدل ساخته، هرکس از هرجا و هر مسیری که دلش بخواهد گشت و گذار می نماید. تعداد زیادی از خانواده های ی که در 6 سال اخیر به کابل آمده اند در خیمه ها و میدان ها شب را به روز می رسانند که این خود باعث به میان آمدن فضای نامساعد حیاتی شده مشکلات بیشماری را دامن می زند.

زنده گی نمودن چند فامیل در یک حویلی و استفاده از امکانات نامحدود، خود بخود باعث بروز مشکلات خانواده ها و حتی امراض و ناهنجاری های محیطی می گردد، چیزیکه در شهرکابل روزانه صدها مترمکعب زباله ایجاد کرده و شاروالی در پاک کاری آن ناتوان میباشد.

شهرکهای ی که اخیراً در شهر کابل و عده ای از ولایات بنا شده، نسبت قیمت بلند اکثریت مردم توان خرید و یا اجارهء آنها را ندارند و بالاخره این شهرک ها و مخصوصاً بلند منزل های رهایشی در اختیار عده ای ثروتمند و سرمایه دار باقی می ماند که باز هم 95 در صد شهرنشینان از دسترسی به منازل رهایشی محروم می مانند. دولت که مکلف است پرابلم خانه مخصوصاً ناهنجاری های شهرها را مرفوع بدارد، تا اکنون درین رابطه برنامه خاصی ندارد و گفته می شود که شهرک ها ی ی را که دولت مد نظر گرفته بازهم توزیع آن به بخش خصوصی محول می گردد.

کتله های وسیع مهاجرانی که در ولایات دیگر رو می آورند، با وجود کمک های کمی که از سوی دفتر آواره گان سازمان ملل به آنان صورت می گیرد، دچار پرابلم های بسیار جدی می باشند. زیرا ورود این همه خانواده ها در روستاهای ی که نه زمین و نه ظرفیت آنها مثل 30 سال گذشته است. راهی جز اینکه عده ای ازین خانواده ها رخ به شهرها بگذارند، وجود ندارد و بازهم بطور متناوب روز تا روز این مشکلات در شهرها افزایش می یابند.

دولت در بسیاری از مناطق کشور، اراضی وسیعی را در اختیار دارد و چون ظرفیت و برنامهء کاری درین رابطه به وجود آورده نمی تواند، لذا مردم بی خانه و سرگردان شده، آنانیکه مقداری زور دارند، این زمین ها را به زور غصب کرده، غارت می کنند و به همین خاطر است که امروز سه ملیون و هفتصد هزار هکتار زمین چپاول شده؛ درحالیکه بازهم کوچکترین مشکل بی سرپناهان حل نشده است. برای اینکه ازین چپاول و غصب جلوگیری صورت گیرد، لازم است تا نهادهای دست اندرکار، به سرعت مسئله امکان مهاجران را در جاهای ممکن حل بسازند و این زمین های وسیع را به نحوی که هم دولت و هم مردم از آن مستفید گردند، توزیع و برای دستیابی به سرپناه برای مهاجران و جابیجا شده گان راهی جستجو گردد.

مشکل بی سر پناهی، روز تا روز بر ناهنجاری ها افزوده و نارضایتی های بیشماری را دامن می زند که اگر سیل و امواج مهاجران در سال های بعدی بر این بی خانمانی و بی مکانی افزوده گردد، دشواری هایی را به وجود خواهد آورد که سالهای سال کسی آنرا مهار نخواهد کرد.

برگشت به بالای صفحه

به معاش کارمندان 900 گرام گوشت اضافه شد

یکی از مشکلات اساسی و حل ناشدنی ملک ما معاش کارمندان دولت است که با وجود سرازیر شدن ملیاردها دالر، همچنان 3 هزار افغانی باقی مانده و حل شدنی نیست. کارمندان دولت اعم از مامور و معلم درین چند سال در فقر عجیبی دست و پا می زنند و زنده گی فلاکتبار دارند.

این دیگر برای کسی پوشیده نیست در شرایط کنونی با صعود قیمی که در کشور ما وجود دارد، 3 هزار افغانی یا 60 دالر گوشه ای از مشکلات اقتصادی این 350 هزار نفر را حل کرده نمی تواند و این درحالیکه همیشه تبلیغات از سوی دولت جریان دارد که در معاشات تغییرات جدی رونما می گردد، ولی هرسال این افزایش از 300 افغانی تجاوز نمی نماید و امسال که وزارت مالیه بودجه را به شورا برد معلوم شد که فقط دوصد افغانی به این معاش افزوده شده که در حد خرید 900 گرام گوشت می باشد.

چنین افزایش، مسخره و مضحکی نه تنها در بلند بردن سطح زنده گی این قشر عظیم کوچکترین اثری ندارد که با این اعلان قیمت ها چند درصد صعود کرده، اقشار دیگر جامعه نیز ازین درک زیان و آسیب خواهند دید؛ چون سال گذشته این تجربه را مردم با تمام وجود لمس کردند که وقتی 300 افغانی کارمندان دولت افزایش یافت، نرخ اشیای حیاتی بین 20 تا 30 درصد بالا رفت.

از یکطرف چنین افزایش مسخره و از سوی دیگر عدم کنترول نرخ ها در بازار بخاطر اینکه ما وارد بازار آزاد شده ایم، روز تا روز زنده گی اکثریت جامعه را به قهقرا کشانده و اقلیت معدودی را به آرگاه و بارگاه می رساند که اگر وضع براین منوال دوام کند، ما شاهد بی نظمی ها و ناهنجاری های عمیق اجتماعی خواهیم شد.

مشرانوجرگه بعد از بررسی بودجه امسال در معاش کارمندان 700 افغانی را ازدیاد بخشید و حال که این بودجه به ولسی جرگه رفته دیده شود که درین مورد چه تصمیمی خواهد گرفت. وزارت مالیه در حالی از کمبود بودجه و نداشتن مدرک برای ازدیاد معاش کارمندان شکوه سر می دهد که روزانه ملیون ها افغانی صرف خرید اشیای لوکس، موترهای قیمتی، کرایه های سرسام آور و کنفرانس ها و سیمینارهای بی اثر شده، عده ای از وزارتخانه ها متهم می شوند که قادر به مصرف بودجه شان نشده اند. در صورتیکه این وزارت از چنین مصارف غیرضروری جلوگیری نماید و در عوض معاش کارمندان افزایش یابد، پرابلم های زیادی فرا راه وضعیت کنونی حل خواهد شد و نارضایتی های موجود در حد معینی فروکش نموده رشوه و اختلاس تقلیل خواهد نمود و بروکراسی کاهش خواهد کرد. درغیر آن نارضایتی از این هم بالا تر خواهد رفت.

وقتی وزارت مالیه حاضر می شود که برای وزرا و وکلا معاش های چند هزار دالر را به تصویب برساند ولی به معاش مامورین و معلمین فقط 200 افغانی که معادل 600 گرام گوشت می شود بیفزاید، خود بخود معلوم است که چه فاجعه ای وضعیت کنونی را تهدید می کند. وقتی جامعه جهانی و قدرتمندان دولت به این امر اساسی توجه نداشته باشند، چه امیدی دارند که رشوه واختلاس فروکش کند، جرم و جرایم کم شود، مواد مخدر ریشه کن گردد و لشکر مخالفان دولت بزرگ شود!

این از ابتدایی ترین پرسش هایی است که هر هموطن ما آنرا دارد ولی تا حال کسی موفق به پاسخ گفتن برای آن نشده است.

برگشت به بالای صفحه

مورن ۍ ژبه درسن ۍ ژبه

په مورن ۍ ژبه زده ك ړ ه د هر انسان او افغان و ګړ ي حق دى .

لكه د نورو غو ښ تنو په څ ير له دولت څ خه ، زمو ږ د هيواد والو يوه غو ښ تننه دا وه ، چ ې په هيواد ك ې د ې په مورن ۍ ژبه د زده ك ړ و آسانتيا و ې برابر ې شي . په همد ې ا ړ ه زمو ږ د هيواد د اساسي قانون په دري څ لوي ښ تمه ماده ك ې په رو ښ انه راغلي دي ، چ ې د افغانستان هر و ګړ ى او بچى دا حق لري ، چ ې په مورن ۍ ژبه زده ك ړې وك ړ ي .

كه مو ږ د ې ټ كي ته ځ ير شو ، د ن ړۍ په هر هيواد ك ې حكومتونو او دولتونو دا ه څ ه ك ړې او دا آسانتياو ې ي ې برابر ې ك ړې ، چ ې په ښ وون ځ يو او حتى دلو ړ و زده ك ړ و په موسسو ك ې و ګړ ي زده ك ړې وك ړ ي .

د همد ې اصل له مخ ې په كال ۱۹۱۹ د مارچ د مياشت ې ۱۹ مه ني ټ ه د يونسكو لخوا ( په مورن ۍ ژبه زده ك ړ ه ) تر نامه لاند ې په رسمي تو ګ ه وپيژندل شوه او هر كال په ن ړ يواله كچه تر د ې عنوان لاند ې لمان ځ ل كي ږ ي . زمو ږ په هيواد ك ې په مورن ۍ ژبه د زده ك ړ و ستونزه له پخوا نه موجوده وه ، په تيره بيا د هيواد په لويو ښ ارونو او ولايتونو ك ې . دغه غو ښ تن ې ته نه بايد ، چ ې سمتي او توكمي ب ڼ ه ورك ړ ل شي بلك ې دا هغه څ ه دي ، چ ې زمو ږ بچيان ورته ا ړ تيا لري .

په هيواد ك ې د نورو ژبو تر څ ن ګ دري او پ ښ تو د هيواد ملي ژب ې پيژندل شو ې او هر هيواد وال بايد په دوا ړ و ژبو پوره بر لاسى ولري . زمو ږ د هيواد ډ يرى ولايتونه ، چ ې استو ګ ن ي ې په پ ښ تو ژبه خبر ې كوي ، كله چ ې د هيواد دري ژبو ولايتونو ته ځ ي ، نو له ډ يرو ستونزو سره مخ كي ږ ي او نشي كولاى په دري ژبه خبر ې وك ړ ي ، دا ځ كه ، په هغه ولايت ك ې چ ې دوى ژوند كوي د خلكو مورن ۍ ژبه او هم د ښ وون ځ يو تدريسي كتابونه ټ ول پ ښ تو دي . همدا شان په دري ژبو ولايتونو ك ې هم دا ډ ول ستونز ې شته .

په د ې وروستيو ك ې د پوهن ې وزارت يو ل ړ داس ې ه څې پيل ك ړې ، چ ې په كابل ك ې په پ ښ تو ژبه د تدريس لار ې چار ې ول ټ وي او پل ې ي ې ك ړ ي ، دغه وزارت تير كال ويل ، چ ې د ښ ار په ځ ينو ښ وون ځ يو ك ې ي ې په پ ښ تو ژبه د زده ك ړ و زمينه برابره ك ړې ده او اوس دا دى دغه ه څې لا نور ې هم ګړ ند ۍ شو ې دي . د پوهن ې وزارت په همد ې ا ړ ه يو سيمينار جو ړ ك ړ ، چ ې موخه ي ې د زده كوونكو او ښ وونكو تر من ځ د همغ ږۍ رامن ځ ته كول وو .

دغه وزارت وايي ،چ ې د ځ ينو امريكايي ، اروپايي ، ان ګ ليسي او نورو پرمخ تللو هيوادونو تجرب ې ي ې را ټ ول ې ك ړې ، چ ې په دري او پ ښ تو ژبو د زده ك ړ و امكانات تر لاسه ك ړ ي .

كه د هيواد په ټ ولو ولايتونو ك ې دا كار وشي ، نو دغه ستونزه به تر ډ يره بريده له من ځ ه لا ړ ه شي . بله ستونزه ،چ ې د معارف وزارت ي ې لري دا ده ، چ ې د چاپ شوو كتابونو په متنونو ك ې ډ ير ې غلط ۍ موجود ې دي ، په تيره بيا د پ ښ تو ژب ې په كتابونو ك ې ځ ين ې داس ې لغتونه او اصطلاح ګ ان ې شته ، چ ې هم ښ وونكي او هم زده كوونكي د هغو له پوهيدو څ خه عاجز دي او د د ې ستونز ې د رامن ځ ته كيدو لامل هم دا دى ، چ ې د كتابونو په چاپ ك ې له مسلكي او كار پوه كسانو څ خه سلا او مشور ې نه اخستل كي ږ ي .

پد ې هيله ، چ ې نور په هيواد ك ې د زده ك ړ و په برخه ك ې هي څ ډ ول ستونز ې نه وي او د هيواد بچيان وكولاى شي په مورن ۍ ژبه زده ك ړې وك ړ ي .

برگشت به بالای صفحه

>سیلاب ها باید مهار شوند

آب و سیلاب از سرمایه های بزرگ ملی ماست که مثل سایر سرمایه ها اگر به باد فنا داده نشوند، برای پیشرفت و حتی تغییر بنیادی زند گی مردم ما نقش اساسی را بازی خواهند کرد.

کشور ما یک کشورزراعتی است و بیش از 80 در صد مردم به زراعت و مالداری اشتغال دارند و از ین مدرک نان می خورند و چون زراعت بدون آب ممکن نیست؛ لذا در افغانستان "آب یعنی ماده حیات" مصداق خود را به روشنی پیدا می کند. افغانستان چون کوه های بلند و برفگیر و آبگیر دارد؛ لذا دریا های خروشانی نیز دارد که نظیرش در منطقه دیده نمی شود و از جائیکه دولت های بیکاره و پوشالی گذشته به این مسله اساسی و حیاتی برخورد دقیق نداشته، نتوانسته اند؛ میان این دریا ها و استفادهء از آنها پل واقعی اعمار کنند و مردم را از زند گی خوب و مرفه بهره مند سازند.

افغانستان کشوری است که با داشتن این همه آب و دریا همیشه به کمبود آب مواجه می باشد و این انرژی بزرگ خدا دادی به هدر رفته توان مصرف آنرا ندارد. نه می تواند زراعت خوب داشته باشد و نه از امکانات برق برخوردار است. در حالیکه آمار نشان می دهد که سالانه 81 ملیارد متر مکعب آب ما به کشور های همسایه می رود و آنان ازا ین آب به هدر رفته ای ما بهشت روی زمین را ساخته اند، ولی ما لب خشک در کنار این دریا های خروشان نشسته و دست به دعا به خاطر قطره بارانی انتظار می کشیم.

یکی از مشکلات اساسی ایکه عدم مهار این دریا ها و دریاچه ها نصیب ما افغان ها ساخته، این است که اگر در آخر سال قطره آبی جهت باغ و زمین خود نداریم ،در اول سال بسیاری از دار و ندار های ما طعمه سیلاب ها می شوند. این سیلاب ها که علاوه به خسارات مالی، خسارات جانی را نیز ببار می آورند، فوق العاده اسفناک می باشد.

دولت افغانستان طوریکه برای کنترول آب هایش برنامهء ندارد، جهت رهایی مردم از امواج خروشان این سیلاب ها هم طرحی نداشته، با وجودیکه کمیته های اضطرار در ین رابطه از 3-4 سال به اینسو کار می کنند و پول های فراوانی را نیز به این نام از دونر ها بدست می آورند و با فسادیکه بر تار و پود حاکمیت ما مستولی است، کسی گمان آنرا ندارد که این پول ها به نیازمندان واقعی برسند. با وجودیکه ملیون ها و ملیاردها دالر به کابل کار شد، اما پایتخت افغانستان نیز از گزند سیل مصئون نمانده، در هفته گذشته جاری شدن سیل در دریای کابل که ماه ها خشک و به مرکز کثافات مبدل شده بود؛ خانه های بسیاری را ویران ساخت و به پل ها آسیب رساند.

سد بستن کتاره های دریا با ریگ و بوریا نمایانگر آن است که حداقل در پایتخت با این مشکل با کدام ابزار و آلات قرون وسطایی مقابله صورت میگیرد. در حالیکه اگر دولت و مقامات دست اندر کار سالانه صد متر را با سنگ کاری بلند کنند و خطر سیل را در حساسترین نقاط کتاره ها از بین ببرند، این کار در ظرف 3-4 سال تکمیل میگردد. چیزیکه فقط در همان روز سیل به آن توجه میشود و بفکر جلوگیری از رساندن به جان و مال مردم می گردند.

سیلاب ها در ین هفته نه تنها در پایتخت خساراتی به بار آورد که در چندین ولایت آسیب های به زمین، خانه، باغ و حیوانات مردم رساند و حتی جان عده ای از هموطنان ما را گرفت. دولت افغانستان باید کار بر روی بند ها و نهر ها را در اولویت قرار می داد و اگر ما حداقل ده بند بزرگ آب گردان می داشتیم، در کنار اینکه سیلاب ها ضربات و آسیب های می رساند، ولی به هدر نمی رفت و ذخیره می شد تا در مواقع بی آبی هم در تولید برق و هم آبیاری از آن استفاده می گردید. بگذریم از ین که اعمار بند و نهر در آسیب رسانی های سیلاب کاهش به وجود می آورد.

برگشت به بالای صفحه

دلارو بنديدل، دښاريانو اساسي ستونزه

كابل ښاريان پدې وروستيو كلونو كې د ښار د زياتې ګڼې ګوڼې له وجهې له خورا ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې دا ستونزې په هيواد كې د كورنيو جګړو له كبله رامنځ ته شوې. هغه داسې، چې د هيواد په ولايتونو كې د نا امنيو او كار نه موندلو له كبله خلكو، پلازمينې ته مخه كړه او د ښاروالۍ له ماستر پلان څخه پرته يې د خپل سرو كورونو په جوړولو، له يوې خوا د ښار بڼه واړوله او له بلې خوا په ښار كې له كچې وتلې ګڼې ګوڼې لامل شول.

همدا شان د دغې ګڼې ګوڼې يوه ستره او اساسي ستونزه د ترافيكو پر مخ د سړكونو او پلو لارو بنديدل دي، چې دا ستونزه بيا هغه وخت لا زور اخلي ، كله چې كوم دولتي لوړ پوړى چارواكى ښار ته راوځي او له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ځي او يا هم په ښار كې د كومې خاصې يا ملي ورځې د لمانځلو مراسم پر ځاى كيږي.

كه څوك وغواړي په داسې ورځ له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته لاړ شي نو ساعتونه ساعتونه په موټر كې ورباندې تيريږي. د ساري په ډول كه څوك له كابل پوهنتون څخه د وزير اكبر په لور وخوځيږي نو حداقل په دوو ساعتونو كې به خپل منزل ته ورسيږي، پداسې حال كې، چې د ميدان وردګو او يا پروان ولايت لاره يو نيم ساعته مزل دى. دې ستونزې په رښتيا هم ، چې اوس بنسټيزه بڼه غوره كړې.

پدې وروستيو كې په ښار كې د غويي د اتمې د لمانځلو په وياړ د چمن په سيمه كې ځينې تيارۍ روانې دي، چې كابل ښاريان يې له خورا ډيرو ترافيكي ستونزو سره مخ كړي ، په څلور لارو كې په ساعتونو موټرونه ولاړوي او له هغې سيمې څخه د موټرو تګ او راتګ هم بند دى.

كه څوك ناروغ ولري او ناروغي يې هم بيړنۍ وي، نو خامخا به په موټر كې ساه وركړي او كه كوم څوك د زيږون په خاطر روغتون ته روان وي ، نو حتماً به په موټر كې د هغې ماشوم زيږي، لكه چې تير كال هم د دغو مراسمو د لمانځلو په ورځو كې د دوه دريو داسې پيښو شاهدان وو.

په تيره بيا اوس، چې ښوونځي هم پيل شوي او د مامورينو ، موسسو، شركتونو كاركوونكو او نورو ښاريانو ګڼه ګوڼه په ښار كې ډيره زياته ده، دا ستونزه ډيره تر سترګو كيږي.

اړينه خو دا ده، چې دولتي چارواكي، پوليس، ترافيك او ښاروالې په ګډه د دغې ستونزې په له منځه وړلو كې لاس يو كړي او د حل لاره ورته ولټوي.

د لنډ مهاله او انتقالي دولت له رامنځ ته كيدو را پديخوا له دولت او حكومت سره نړيوالې ټولنې او دوستو هيوادونو، ډيرې اقتصادي مرستې وكړې، چې له بده مرغه هسې، چې اړينه ده دغه مرستې په ټوليزه ډول د خلكو د هوساينې او هيواد په بيا ودانولو كې و نه لګيدې، چې ډيره ښه بيلګه يې د كابل ښار ويجاړه بڼه ده، چې هر با احساسه او وطنپال هيوادوال ته د زغم وړ نه ده.

سړكونه كاملاً په خامه لارو بدل شوي، كوڅې او لارې له كثافاتو ډكې دي، د سړك تر څنګ كوم لښتي، چې جوړ شوي د نه پاملرنې له كبله بند دي او كله، چې باران يا واوره وريږي ټولې اوبه پر سړكونو روانې وي او كله، چې بيا لمر شي دغه خټې وچيږي او په خاورو او دوړو بدليږي، چې د ښاريانو روغتيا ته زيانمن تماميږي او د بيلابيلو ناروغيو لامل ګرځي، له بلې خوا د ښاريانو او هيوادوالو دنده هم ده، چې د ښار په پاك ساتلو كې له ښاروالۍ سره مرسته وكړي او هيواد او ښار ته د خپل كور په سترګه وګوري.

خو د خواشينۍ خبره ،خو دا ده ، چې تر كله به موږ په دا ډول بدمرغيو كې ژوند كوو او د يو ښه ژوند له مزاياو به محروم وو .

په هيواد كې د بيلابيلو دولتونو په منځ ته راتګ سره هيچا هم د يوه زړه سوانده او دخلكو د ژوند انه د ښه كولو په خاطر د زړه له كومي كار ونه كړ . له همدې امله دي ، چې هيواد مو وران او خلك مو له ډول ډول بدمرغيو سره لاس او ګريوان دي .

په دې هيله، چې دولتي چارواكي او هيوادوال په رښتينې توګه او پوره صداقت دا خاوره، هيواد او ښار خپل وګڼي او له پوره زړه سوي او مسووليت څخه كار واخلي او د آبادۍ او ښيرازۍ په لاره كې يې هڅه او هاند وكړي .

برگشت به بالای صفحه

د بيان د آزادۍ مخه مه نيسئ !

په دې وروستيو كې د دولت د رياست دفتر لخوا، يو مكتوب ځينو دولتي ادارو ته ليږل شوى، چې په كې له دولتي چارواكو څخه غوښتنه شوې، له ژورنالستانو سره د دولت پر ضد له مركو څخه ډه ډه وكړي، چې دا خبره د بيان د آزادۍ او د رسنيو د قانون پر خلاف يو ګام ګڼل كيږي او دا امر د دې لامل شوى، چې دولتي چارواكي رسنيو ته په بيلابيلو برخو كې له مالوماتو وركولو څخه ډه ډه وكړي.

د دې ډول مكتوب په ليږلو سره، دولت يو ځل بيا دا وښوده، چې د افغانستان حكومت د يو ډموكراتيك نظام له ماهيت سره بشپړه آشنايي نه لري.

پداسې حال كې، چې دا كار يو غير قانوني كار دى. دا د دې لپاره، چې د رسنيو په قانون كې دا په ډاګه شوې، چې دولتي چارواكي ښاريانو په تيره بيا ژورنالستانو ته د مالوماتو په وركولو موظف دي او كله، چې موږ يوه چارواكي او مامور ته مراجعه كوو او هغه د مالوماتو له وركولو ډه ډه كوي، په حقيقت كې هغه د رسنيو د قانون له دغې مادې څخه سر غړاوى كوي.

څه موده وړاندې د ملي امنيت رياست هم يو شمير رسنيو ته رسمي مكتوب ليږلى و، چې ګواكې هغوى نه شي كولاى، چې له دولت سره په مخالفت كې ګزارشونه جوړ او خپاره كړي. داسې اټكل كيږي، چې ځينې داسې ستونزې دننه په دولت كې شته، چې چارواكي نه غواړي په ډاګه شي.

د بيان او فكر آزادي د افغانستان د خلكو اساسي حق دى او هيڅ څوك، پرته له اساسي قانون څخه نشي كولاى دا حق له هغوى څخه واخلي.

رسنۍ، چې په افغانستان كې د دولت څلورم ركن يا پايه ګڼل كيږي، د ټولنې د عيني واقعيتونو بيانوونكې دي، خو په دې شرط ، چې دغه رسنۍ ، خپلواكه، بيطرفه او په هيڅ ارګان پورې تړلې نه وي، خو له بده مرغه زموږ په هيواد كې د رسنيو اړوند كاركوونكي، چارواكي او ژورنالستان له خورا نا خوالو سره مخامخ دي او نشي كولاى، چې په ډاډمن ډول خپلې دندې پر مخ يوسي. ډير ځله د راپور جوړولو په وخت كې د چارواكو او زورمندانو له ناوړه چلند حتى وهلو، ټكولو سره مخ كيږي.

په تير كال كې د ژورنالستانو د وهلو ټكولو، سپكاوي، تهديد، برمته كېدو او حتى د وژنې ۴۰ پيښې په افغانستان كې ثبت شوې، چې دا شمېره په ټوله نړۍ كې بې سارې ده.

تر ټولو زړه بوږنوونكې پيښه، د طالبانو لخوا د آزاد او افغان ژورنالست اجمل نقشبندي وژنه ده، چې په ډيره بې رحمۍ سره ووژل شو. د دغه ځوان ژورنالست په وژنه كې نه يوازې دا، چې طالبانو لاس درلود بلكې دولتي چارواكو هم له دغه پيښې سره په خورا بې پروايۍ چلند وكړ او په ډيره بې مسوولتۍ يې له هغوى سره د بهرني ايټآليايي ژورنالست په بدل كې د دوى پنځه تنه بنديان خوشې كړل، خو د خپل افغان هيوادوال په هكله يې هيڅ هم ونه كړل او پرې ښوده، چې په ډيره بې رحمۍ ووژل شي.

كه په رښتينې د رسنيو او ژورنالستانو په وړاندې دولت دومره بې تفاوته واوسي او د هغوى د ځاني او كاري ژوند د تامين او تضمين په هكله مثبت او كوټلي ګامونه پورته نه كړي، په رښتيا به هم په افغانستان كې د بيان د آزادۍ ، رسنيو او ژورنالستانو حالت له نا خوالو ډك وي .

برگشت به بالای صفحه

ایران مهاجران افغان را اخراج می کند

یکی از بحث های کسل کننده ای که درین چند سال اخیر به صورت متواتر در مطبوعات افغانستان و ایران مطرح بوده، مسئله اخراج افغانها از ایران می باشد که گاهگاه با جدیت مطرح می گردد ولی دوباره خاموش شده گویی، درین کار طلسمی مطرح است که سال یکی دوبار تلاش می شود تا مردم و مقامات دولتی افغانستان به گونه ای افسون شوند.

این دیگر برای هیچ کسی پوشیده نیست که دولت افغانستان با بی کفایتی خاصی در ین 5 سال قادر نشده است تا فقر و بیکاری را با وجود این همه پول های کمکی مهار بسازد و نیروی کار کشورما جبراً به ایران فرار می کند و درصورتیکه ایران این همه بیکار افغان را در شبکه های کاری اش جلب نکند، افغانستان با پرابلم های کشنده ای رو به رو خواهد شد. از سوی دیگر ایران که در جریان جنگ با عراق جوانان بسیاری را از دست داد و کارفرمایان ایرانی که ضرورت به نیروی کار ارزان و مطیعی مثل افغان ها دارند، هرگز حاضر نمی شوند تا این نیرو را به این آسانی از دست بدهند. سال گذشته که اداره مهاجران ایران خواست تا با برخورد قاطع و قاطعتر افغان ها را از ایران بیرون کند. صدها سرمایه دار کوچک و بزرگ ایران به وزارت داخله عارض شده گفتند که اگر این نیرو از چنگ آنان کشیده شود، کارخانه های شان را خواهند بست. زیرا افغانها چنان دربافت تولیدی آن کشور داخل شده اند که اگر چنین تصمیم واقعی در مورد خروج آنان از ایران گرفته شود به روی نرخ ها، سطح تولید و تجارت آن کشور اثر جدی خواهد گذاشت. مخصوصاً در شرایط کنونی که ایران با تغییرات جدی جامعه جهانی رو به رو است، هرگز حاضر به خریدن چنین چالشی نمی باشد.

همین اکنون صدها افغان روزانه از مرزهای مختلف ایران با افغانستان عبور و مرور دارند که این عبور و مرور جیب پاسداران مرزی، قاچاقچیان انسان، ترانسپورت های مسافرتی و نیروهای امنیتی وغیرامنیتی ایران را چاق ساخته، آنان به هیچ عنوان حاضر نیستند این تصمیم های چرب را از دست بدهند. ایرانی ها عادت دارند تا همیشه با توهین و تحقیر بر افغان ها و مخصوصاً دولت افغانستان احسان بگذارند و این را همیشه با چنین تهدیدهایی همراه می سازند؛ درحالیکه ناظران سیاست در ایران می دانند که آن کشور با اخراج افغان ها با چه بحران کاری رو به رو می گردند.

ایران همین اکنون از آب دریای هلمند گسترده ترین استفاده را در ایالت سیستان و بلوچستان خود دارد، سالانه تا نیم ملیارد دالر از تجارت با افغانستان سود می برد، می خواهد بندر چابهار را به شاهراه های افغانستان وصل بسازد. از طریق شمال افغانستان به ازبکستان راه پیدا کند و حتی آب آمو را از طریق افغانستان به شمال ایران برساند و کارگران افغان ما بار شاقه ترین کارهای ایران را حتی در سنگبری ها به دوش می کشند. علاوتاً سفارتخانه و کنسولگری های ایران از درک ویزا صدها هزار دالر سود می گیرد که با این همه بازهم ایرانی ها تلاش دارند تا در هر موقعی بازیر فشار قرار دادن افغان ها برای خروج از ایران، ناخن زخمی مردم ما را فشار دهند و به این صورت امتیازبگیرند.

هیچ افغانی در برگشت از ایران، کوچکترین خاطرهء خوبی از آن کشور نداشته گرچه عده ای از ایرانی ها در افغانستان از فرهنگ مشترک و دین مشترک به افتخار یاد می کنند ولی درخود ایران این برخوردها به گونه های دیگری است که جز افغانی کثیف و سربُر چیزدیگری نصیب مهاجران نشده، فقط عدهء خاصی از دلالان فرهنگی آن کشور در افغانستان از برخوردهای دولت ایران نسبت به افغان ها راضی هستند و وظیفه یی جز دفاع برای شان داده نمی شود.

افغان ها تا هنوز داستان های هول انگیز تل سیاه، سنگ سفید، اردوگاه زاهدان و قتل های تربت حیدریه را به یاد دارند و فقط در شیوه جابجایی تغییراتی رونما شده است اما اصل برخوردها هنوز برجای خود باقی بوده نیروهای امنیتی آن کشور که در فساد چندلایه غرق شده اند، از آزار و اذیت افغان ها به پول های کلانی می رسند.

خروج افغان ها از ایران با 4 ملیون بیکاری که در افغانستان وجود دارد، واقعاً برای کشور ما فاجعه است و چون در گذشته دپلماسی افغانستان نسبت به ایران فوق العاده ضعیف، تنظیمی و کرنشگرانه بود، حال که تغییراتی در این سیاست در حد معینی به وجود آمده است سیاست گذاران وزارت خارجه افغانستان باید وجب به وجب با آن کشور در محاسبه و مقایسه بین منافع دو کشور پیش برود.

عده ای به غلط معتقداند که ما در وضعیت کنونی شکننده و تاثیرپذیر از همسایگان خود هستیم؛ به این خاطر در تقابل با پاکستان باید مقابل ایران عقب نشینی صورت بگیرد؛ درحالیکه وضعیت سیاسی منطقه مخصوصاً روابط میان افغانستان و ایران برعکس بوده، ایران جداً ضربه پذیرتر از افغانستان می باشد. درصورتیکه این مسئله با دقت ارزیابی گردد، این تصور از میان خواهد رفت و ما در دپلماسی خود با ایران دست بالاتری خواهیم داشت که باید از آن استفادهء جدی صورت بگیرد.

برگشت به بالای صفحه

ایمرجنسی های ایتالیا بسته شد

یکی از مشکلات بسیار مهم مردم ما صحت است که به علل گوناگون، خدمات درین زمینه بسیار ضعیف می باشد. مخصوصاً اینکه در اثر درگیری ها، انفجار و انتحارها روزانه زخمی های بسیاری روانهء شفاخانه های ما می گردند. یکی از این شفاخانه هایی که برای زخمی های ناشی از درگیری و انفجار ماین کمک می کرد، دو شفاخانه کمکهای عاجل ایتالیا بود که یکی در مرکز ولایت هلمند، در شهر لشکرگاه فعالیت داشت و دیگری در شهر کابل جوار وزارت امور زنان.

شفاخانه ایمرجنسی لشکرگاه علاوه بر زخمی های ناشی از جنگ و انفجار ماین، به کمک های جراحی دیگر هموطنان هلمندی ما هم رسیده گی می کرد و مردم مشکلات شانرا از آن طریق حل می کردند. با توجه به وضعیتی که در کشور ما مخصوصاً در هلمند جریان دارد، این شفاخانه به شکلی در مسایل جنگ و گروگانگیری دخیل شده، حداقل در دو مسئله طی پارسال و امسال حیثیت میانجی در رهایی خبرنگاران ایتالوی را به خود گرفت.

ایمرجنسی لشکرگاه که گفته می شود علاوه به زخمی های طرف دولت و مردم بیگناه به تداوی زخمی های طالبان نیز می پرداخت، به شکلی از طریق رئیس افغان آن آقای رحمت الله با طالبان در ارتباط مستقیم قرار داشت. سال گذشته که یک فوتو ژورنالست ایتالوی در هلمند به وسیله طالبان دستگیر شد، سر و صداهای بسیاری از خود ایتالیا و افغانستان خلق کرد و بالاخره در اثر پا درمیانی همین شفاخانه و ارتباطاتی که از قبل با طالبان داشت، در بدل پرداخت دو ملیون دالر از سوی سفارت ایتالیا در کابل به طالبان، این خبرنگار عکاس رهایی یافت. گرچه در آنزمان پرداخت این مبلغ پول مخفی نگهداشته شد اما حدس و گمان هایی وجود داشت که پول گزافی به طالبان پرداخت شده است.

امسال که "دانیل مسکروجیاکوما" یک خبرنگار دیگر ایتالوی در نادعلی توسط طالبان با یک راننده و ترجمان افغان آن دستگیر شد، تنش میان طالبان و ایتالوی ها تندتر شد. در خود ایتالیا هم احزاب مخالف حضور نیروهای ایتالوی در افغانستان شدیداً این مسئله را دامن زده رهایی و یاعدم رهایی این خبرنگار را به حضور و یا عدم حضور نیروهای ایتالوی به چلنج گذاشتند. بالاخره خبرنگار در بدل رهایی پنج قومندان سرشناس طالب رهایی یافت ولی موتروان آن در همان روزهای اول سربریده شد و گفته می شود که اجمل نقشبندی ترجمان این خبرنگار در اول رهایی یافته به این ایمرجنسی انتقال داده شده است ولی بعداً با توجه به اینکه رازهای این ارتباطات میان شفاخانه و طالبان افشا نشود، به کمک رئیس شفاخانه آقای رحمت الله دوباره اجمل به طالبان تحویل داده شد و نوار ثبتی او 12 روز بعد در اختیار خبرنگاران قرار داده شد.

بعد از آنکه دولت رهایی دو قومندان دیگر طالبان را در بدل رهایی اجمل نقشبندی قبول نکرد، طالبان یکروز بیشتر از موعد مقرر نقشبندی را سر زدند و بعد امنیت ملی افغانستان که قضایای پشت پرده و رابطه این شفاخانه را در زدوبندهای سیاسی خوب می داند، آقای رحمت الله رئیس افغان این شفاخانه را دستگیر نمود که تا حال زندانی می باشد و چیزی در مورد او اعلان نشده است.

ایتالوی ها مخالف این دستگیری بوده اعلان کردند که باید هرچه زودتر رهایی یابد ولی از سوی مقامات امنیتی دست اندرکار، این فرمایش پذیرفته نشد. ایتالوی ها که وضعیت ناهنجار کنونی در افغانستان را تحمل کرده نمی توانند و علاوتاً در خود ایتالیا جناح های طرفدار حضور نیروهای ایتالوی در افغانستان زیرفشار مخالفان قرار دارند، با این بهانه کارهای هردو ایمرجنسی شانرا (کابل و لشکرگاه) تعطیل کرده بار و بستر خودرا بستند و رفتند، که این ترک گفتن بهر حال از نظر طبابتی بر وضعیت مجموعی صحی افغان ها اثر بد می گذارد. مخصوصاً وضعیت صحی ولایت هلمند که مراجعین بسیاری به سوی این شفاخانه می شتافتند. منهمک شدن شفاخانه ها در مسایل سیاسی، عواقب غیر ازین ندارد که ضربهء آنرا فقط مردم بیگناه می گیرند.

برگشت به بالای صفحه

كډوالو ته د ځمكو ويش

د مهاجرينو د راستنيدو وزارت، د كابل د قره باغ ولسوالۍ د باريك آب په سيمه كې، د مهاجرو لپاره د ځمكو وركولو لړۍ پيل كړې او يو شمير راستنې شوې كورنۍ يې د وري د مياشتې په ۲۳ نيټه ټاكلې سيمې ته ليږدولې دي، چې په دغه سيمه كې به ۲۶۰۰ كورنيو ته د كورنۍ په سر درې بسوې ځمكه د ۴۵۰۰ افغانيو په بدل كې وركړل شي.

افغان دولت له ۲۰۰۱ ميلادي كال نه راپدېخوا دا ژمنه كوي، چې راستنو شويو هيوادوالو ته به ځمكې وېشي، دا پداسې حال كې ده، چې افغانان د نړۍ په كچه د مهاجرو ګڼه شميره جوړوي او په بيلابيلو هيوادونو كې استوګنه لري. پوښټنه دا ده، چې ايا دولت بۀ رشتيا هم پر خپلو دغو ژمنو ولاړ پاتې شي او كه نه؟

د ۲۰۰۶ ميلادي كال له پيل راهيسې د ملګرو ملتونو د راستنيدونكو مهاجرينو د كميشنرۍ د پروګرام تر پوښښ لاندې ۱۵۰ اشاريه ۰۰۰ مهاجر هيواد ته را ستانه شوي، چې په ټوليزه توګه دغه پروګرام له پيل راهيسې، چې په ۲۰۰۲ كال كې يې په كار پيل كړى ۳ اشاريه ۷ مليونه افغانان له دغې ادارې څخه د مرستو په تر لاسه كولو هيواد ته راستانه شوي دي.

د تير كال په اوږدو كې ۱۴۵ اشاريه ۰۰۰ مهاجر له پاكستان څخه هيود ته راغلي دي، چې ټوليزه شميره يې د دغه پروګرام له پيل راهيسې ۲ اشاريه ۸۳۷ اشاريه ۰۰۰ تنو ته رسيږي .

همداشان د تير كال په اوږدو كې څه د پاسه ۵۰۰۰ كډوال له ايران څخه هيواد ته را ستانه شوي ، چې له ۲۰۰۲ كال را پديخوا دغه شميره ۸۳۷ اشاريه ۰۰۰ تنو ته رسيږي .

او له ۲۰۰۲ كال نه راپديخوا له منځني آسيا نه ، له ۱۳۴۳۰ تنو څخه زيات كسان راستانه شوي. كه څه هم د بې كورۍ ستونزه زموږ په هيواد په تيره بيا په پلازمينه ( كابل ) ښار كې له نه حليدونكو ستونزو څخه ده ، چې د تيرو څو لسيزو كورنيو جګړو زيږنده ده.

پدې وروستيو كې كه څه هم په هيواد كې ډاډمن امن او سوله نشته ، خو د نورې نړۍ او هيوادونو په نظر ، چې اوس افغانستان له جنګ جګړو وتلى ، نو افغانان بايد خپل هيواد ته ستانه شي ، چې د ستنيدو دا لړۍ د دوو ګاونډيو هيوادونو ، پاكستان او ايران لخوا په ډير ګړنديتوب په لاره اچول شوې او زموږ يو زيات شمير هيوادوال له دغو هيوادونو څخه ، يا خو په خپله خوښه او يا خو هم په زور ايستل كيږي ، خو له بده مرغه دوى ته په خپل هيواد كې كومې خاصې او د پام وړ آسانتياوې په پام كې نه دي نيول شوې او كله ، چې دوى راستنيږي ، په خيمو او ځينې بيا په هغو ورانو ويجاړو ودانيو كې ، چې د كورنيو جګړو له وجهې ويجاړې شوې استوګنه كوي او د ژوندانه له هر ډول صحي ، اقتصادي او محيطي شرايطو له درلودلو څخه محروم دي .

د خواشينۍ ځاى دا دى هغو كسانو ، چې هيواد يې په ويرانو او ويجاړيو بدل كړ او هيوادوال يې د وطن پريښودوته اړ كړل ، نن بيا هم هر څه لري ، موټر ، ماڼۍ او د ژوندانه هر ډول آسانتياوې ورته آماده دي، سياسي قدرت يې په واك كې دى او لا هم د خلكو د وينو د زبېښلو ته تږي ناست دي، خو زموږ هغه هيوادوال ، چې د كورنۍ غړي ، شتمنۍ او هر څه يې د دوى له لاسه په رامنځ ته شوې جګړه كې له لاسه وركړي ، نن هم بې كوره ، بې اوره او در په دره ګرځي .

كه څه هم د مهاجرينو وزارت پدې وروستيو كې يوه اندازه ځمكې دوى ته په پام كې نيولې او د ويشلو لړۍ يې هم پيل شوې ، چې دا يو ښه او د پام وړ ګام دى ، خو څنګه به دا باور وكړو ، چې د دغو ځمكو په ويش كې بيا هم واسطه او واسطه بازي په پام كې نه وي نيول شوې او د رښتينو او اړو كسانو پر ځآى دې واسطه دارانو ته نه وي وركړل شوې .

له بلې خوا ځينې كسان ، چې پدغه سيمه كې يې ځمكه اخيستې سر ټكوي او وايي : دا هغه سيمه ده ،چې د استوګنې وړ نه ده او د ژوندانه د هيڅ ډول آسانتياو لكه : اوبه ، بريښنا او داسې نورو امكانات په كې نه ليدل كيږي .

په هر حال ، كه دولت او اړونده چارواكي دغې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه كړي او ګټور ګامونه پورته نه كړي ، نو په رښتينې توګه به هيواد ته راستانه شوي مهاجرين له يو ستر ناورين سره مخ شي او يو ځل بيا دې ته اړ كېږي، چې خپل هيواد پرېږدي او په بهرنيو ملكونو كې واړوي.

برگشت به بالای صفحه

د باميانو په ولايت كې ښوونيزې ستونزې

د باميانو په ولايت كې به د مواصلاتي لارو د بنديدو له كبله د اتو زرو په شاو خواكې زده كوونكي له زده كړو محروم پاتې شي .

په دې وروستيو كې د باميانو ولايت په ورث ولسوالۍ كې د سلطان رباط ، دهن ورث ، وار زاغ ، پيتاب جوى او څو نورو منځنيو ښوونځيو لارې د هغو ورښتونو او سيلابونو له امله ، چې پدغو سيمو كې راغلي او پلونه ، پلچكونه يې ويجاړ كړي ، بندې شوې .

سږ كال د نورو كلونو په پرتله د ورښتونو له كبله رامنځ ته شوې ورانې ويجاړې ډيرې دي او داسې ويل كيږي ، چې تر دوو ، دريو راتلونكو مياشتو پورې به هم دغه لارې جوړې نشي . پداسې حال كې ، چې پدې ولايت كې د ښوونځيو لوست د غويي په پنځلسمه نيټه پيل كيږي ، نو كه دولت او مرستندويه ټولنې د دې ستونزې په اوارۍ كې له خلكو سره مرسته ونكړي په رښتينې به په باميانو كې ډير زده كوونكي د ښوونځي له تګ څخه پاتې شي .

له بلې خوا د باميانو ولايت ، چې يو مركزي ولايت دى خلك يې ډيرى وخت د مواصلاتي لارو د بنديدو او ډيرو ورښتونو له كبله له خورا ستونزو سره لاس او ګريوان دي .

په دغه ولايت كې له يوې خوا نا مناسبه اراضي او له بلې خوا د دغه سيمې سوړ ژمى د دغو ستونزو زيږنده دي. له بلې خوا د وخت د دولتونو نه پاملرنه هم د دې لامل كرځيدلې ، چې په دغه ولايت كې كوم د پام وړ پرمختګ منځ ته نه دى راغلى او بې وزلي خلك يې لكه د ډيرو پخوا زمانو په څير لاهم په غرونو او د غرونو په غارونو كې استوګنه لري . په دغو سيمو كې خلك د ژوندانه له هر ډول آسانتياوو لكه پاكې اوبه ، بريښنا ، روغتون ، پاركونه او داسې نورو څخه يا خو بې برخې دي او كه شته هم د ګوتو په شمير دي .

د ژمي په موسم كې بيا د واورو د ډير ورښت له كبله لارې بنديږي او په مياشتو ، مياشتو خلكو ته خوراكي او اړين مواد نه رسيږي .

په دغه ولايت كې د ټولو نورو ستونزو تر څنګ ، سږ كال د سيلابونو د راوتلو له امله ، په ډيرى سيمو كې پلونه اوپلچكونه له منځه تللي ، لارې يې بندې كړې او ښوونيز بهيريې له ځنډ سره مخ كړى ، چې خلك يې په اندښنه كې اچولي . هسې هم پدغه ولايت كې ښوونيز سيستم له ډيرو ستونزو لكه د درسي خونو ، ميز او څوكۍ ، مسلكي ښوونكو نه شتون او نورو سره مخ دى ، خو بيا هم په نسبي توګه زده كوونكي او خلك ورته هيله من وو ، خو دې وروستيو ټوكيدلو ستونزو د دغو سيمو استوګن څه نا څه انديښمن كړي .

په ټوليزه توګه په هيواد كې ښوونيز سيستم له خورا ستونزو سره مخامخ دى ، چې له بده مرغه د لنډ مهالي او انتقالي دولت له رامنځ ته كيدو راپديخوا هم په دغه سيستم كې د پام وړ او ټينګ ګامونه ندي پورته شوي . بايد ووايو ، چې څه نا څه كار شوى ، خو بيا هم حتى په پلازمينه كې زده كوونكي تر شنه آسمان او ياهم خيمو لاندې ، په تش ډاګ پرته له ميز او څوكۍ څخه زده كړه كوي . په ځينو نورو ولايتونو كې بيا زده كوونكي په تيره بيا نجونې د امنيتي ستونزو له كبله نشي كولاى ښوونځي ته لاړې شي ، چې دا ټولې هغه دپام وړ ستونزې دي ،چې په هيواد كې يې د ښوونې بهير ټكنى كړى ،چې اړونده چارواكي بايد ورته جدي پاملرنه و كړي ، ځكه ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د پرمختګ او نيكمرغۍ بنسټ جوړوي .

برگشت به بالای صفحه

تقلب در بازار بیداد می کند

بعد از آنکه سیاست اقتصادی بازار آزاد در کشور ما به تصویب رسید، مردم در زیر مشکلات چند لایه ای گور شدند. چون نه شرایط چنین سیاستی در افغانستان مساعد بود و نه مردم و ادارهء افغانستان از چنین سیاستی آگاهی داشتند. در بازار محدود و منحصر به چند تاجری که از کشورهای همسایه کالا وارد می سازند و مردم توان انتخاب را ندارند و این تاجران به آسانی تبانی کرده، قادر به بلند بردن نرخ قیم می باشند و از طرف دیگر دولت و ارگان های مسوول با این باور که بازار آزاد خود به خود قیم را به حالت نورمال در می آورد و توجهی به این امر ندارند، مردم را به ستوه آورده و نارضایتی به اوج خود رسیده است. در چنین آشفته بازار بی در و بی دروازه هر تقلب کاری قادر است که هرچیز غیرضروری، تاریخزده و بی کفایت را وارد بازارهای افغانستان بسازند، مخصوصاً که فساد در تار و پود ارگان های ناظر بر ورود اجناس، بیداد می کند.

چندی پیش وزیرخارجه ایران اعتراف کرد که کیفیت اجناس ورودی از ایران به افغانستان پائین بوده، ایران کوشش خواهد کرد تا این کیفیت را بالا ببرد تا ارزش تجارت ایران با افغانستان از مرز نیم ملیارد در سال به مرز یک ملیارد خود را بر ساند. علاوتاً بسیاری از اشیایی که از پاکستان وارد افغانستان می گردند، دوباره به وسیلهء تقلب کارانی که در بازارهای افغانستان فراوان پیدا می شوند، تاریخ زده می شود. این را به صورت مشخص در شیرهایی که از پاکستان وارد افغانستان می شود، به آسانی می توان دید.

چیز دیگری که به کمال تاسف بی کیفیت و تاریخزده وارد افغانستان می گردد، دواهای پاکستانی و ایرانی است که با بی کیفیتی خاصی استعمال می گردند و با صحت مردم بازی صورت می گیرد. دیده می شود که بسیاری ازین دواها موثریتی ندارند. حتی دلالان دوا، دواهای ایرانی را در پاکستان ساخته به نام داروی ایرانی وارد افغانستان می سازند. در کپسول های تتراسکلین بارها دیده شده که عوض دوا آرد جواری و نخود پر شده و به مریضان عرضه می گردد.

>مواد خوراکی بی کیفیت یکی دیگر از چلنج های خطرناکی است که صحت مردم را به بازی می گیرند. چندی قبل روغن هایی وارد بازارهای کشور شده بود که هیچ کیفیت و معیار روغن مصرفی را نداشت و گفته شد که برای صحت مردم فوق العاده مضر بوده است. بعضی از قوطی های کنسرو که تاریخ شان تیر شده و به وسیله نیروهای ائتلاف، ناتو و آیساف از مصرف باز می مانند را نیز دلالان موادغذایی، از طرق مختلف به دست آورده و از بیسوادی و بی توجهی شهروندان ما سوء استفاده کرده، آنها را به فروش می رسانند.

این موارد واقعاً جنایتبار است که هم تاجران، هم دلالان و هم مقامات مسوول و ناظر بر چنین وارداتی با بی توجهی خاصی به آن برخورد دارند. گرچه بارها دیده شده که وزارت صحت عامه داروهای تاریخ تیرشده ر ا حریق کرده است ولی وسعت و عمق این بی توجهی آنقدر گسترده است که در صورتی این مسایل زیر کنترول دایمی قرار نگیرند، ممکن نیست آنرا مهار و محدود ساخت، مخصوصاً اینکه ما در مرز وسیع و بی کنترول با پاکستان قرارداریم که در جهان به تقلب کاری شهرت وارد و اکنون صدها کارخانهء تقلبی آن کشور، خاص برای افغانستان تولید می کنند.

لذا رها کردن این راه ها و بازارها به حال خود به نام سیاست اقتصاد بازار آزاد، جنایت روا داشتن در حق مردم می باشد. پروژه تداوی شکر وزارت صحیه با انسولین های تاریخ تیر شده به پیش می رفت؛ زیرا چند تن انسولین از کشور دنمارک طوری وارد شده بود که فقط دو ماه فرصت استعمال داشت. اینکه در این تورید چه طلسمی وجود داشت؟ خود وزارت باید آن را روشن بسازد. با وجودی که این پروژه ها اکنون جریان دارد ولی دارویی در اختیار ندارد و فقط سر مردم را با همان انسولین های از کار افتاده گرم می سازد.

در دنیا هیچ بازاری وجود ندارد که زیر کنترول مسوولان هربخش قرار نداشته باشد؛ زیرا بحال خود رها کردن این بازار، زمینه فعالیت مافیاهای مختلف را آماده کرده، به هر شیوه یی که بخواهند از ضرر رساندن به مردم، جعل کاری و تحویل کاری بی کیفیت سود می برند و این در افغانستان از گراف بالایی برخوردار می باشد. شاروالی ها و بخش های نظارتی دیگر نه تنها به صعود قیم توجه ندارند که پرسانی از بی کیفتی و حتی تقلبی بودن کالاهای وارداتی به عمل نمی آورند. لذا مردم به هیچ چیزخوراکی و غیرخوراکی، کوچکترین اعتقادی نداشته، چون مجبوراند و حق انتخاب ندارند، لذا باید بخرند و بخورند و بسوزند و این بی جا نیست که بسیاری در کابل می گویند که شامپوهای ایرانی ما را کل کردند. بیسکویت های پاکستانی هزار مریضی را خلق می کنند و شیرهای آن تاریخ تیر شده و ترش می باشند.

درصورتیکه نهادهای دست اندرکار به این مسایل توجه جدی نکنند در سرحد، بعد در راه و بعد در شهرها از قیمت و کیفیت اموال وارداتی جداً نپرسند، انتظار صحت مندی مردم خیال واهی بیش نخواهد بود.

برگشت به بالای صفحه

بې پروايي او خپلسري ستونزې راولاړوي

په دې وروستيو كې كابل ښاريان د ډيرو زړه بوږنوونكو ټرافيكي پيښو شاهدان دي.

كابل ښار، چې يو له ګڼې ګوڼې ډك ښار دى، د هيواد له بيلا بيلو ولايتونو څخه خلك يا د كار موندلو او يا هم د نسبي ښه امنيت له كبله پكې راټول شوي دي، نو څرګنده ده، چې په يوه داسې ګڼ ميشته ښار كې به ډيرې ټرافيكي ستونزې لكه : په سړكونو كې د موټرو او نورو نقليه وسايطو او په پلو لارو كې د خلكو ګڼه ګوڼه وي.

له بده مرغه پر دومره ګڼې ګوڼې سربيره زموږ يو شمير هيوادوال په تيره بيا ځينې بې مسووليته ځوانان، چې كله د موټر اشترنګ په لاس كې واخلي، بيا نو په دې فكر كې نه وي، چې چيرته روان دي او څه كوي؟ په خورا سرعت او بې پروايۍ موټرچلوي، ته به وايې، چې د موټر چلولو په كومه مسابقه كې يې ګډون كړى، چې د دوى دغه ګړندى تګ بيا د ډيرو دردونكو ټرافيكي پيښو د رامنځته كيدو لامل ګرځي. تېره اوونۍ د كابل ښار په كارته سخي سيمه كې يو كرولا ډوله موټر، چې درې څلور تنه نشه ځوانان پكې ناست وو، د ډير ګړندي تګ او نشې له وجهې د دوو بې ګناه او معصومو ماشومانو د مړينې او ټپي كيدو لامل شول. دا پيښه پداسې حال كې رامنځته شوه، چې ماشومان په پلې لار روان وو او د حيرانتيا خبره خو دا ده، چې په سړك د پوليسو په موجوديت كې د پيښې عاملين په تيښته بريالي كيږي.

ډېر ځله دا ډول پيښې په ځينو خاصو ورځو لكه د جمعې ، رخصتيو او ميلو كې رامنځته كيږي، چې زموږ ځينې ځوانان او هغه هيوادوال، چې د نيك عمل او ښو اخلاقو د درلودلو له نعمت څخه محروم او په ډول ډول نشه يي موادو روږدي دي، د دغه ډول پيښو د رامنځته كيدو لامل ګرځي.

په ښار كې د يو ښه او منظم ټرافيكي بهير او ميكانيزم نشتوالى، د ډاډه امنيت نشتوالى، د ځوانانو ښې ښوونې او روزنې ته د كورنيو نه پاملرنه، د كورنيو اقتصادي ستونزې او داسې نور د دغه ډول پيښو زيږنده دي.

ځينې وخت بيا دغه ځوانان په داسې حالتونو كې، چې نشه يې هم كړې وي په يوه وړه خبره يا خو تر خپل منځه او يا هم له نورو سره په جګړه كيوزي او په چاقو يا نورو وژونكو وسايلو باندې د مقابل لوري د ټپي كيدو او آن وژنې لامل ګرځي.

د داسې پيښو د رامنځته كيدو عاملين، ډير لږ د امنيتي ارګانونو تر پوښتنو ګرويږنو لاندې راځي، ځكه يا خو په تيښته بريالي كيږي او يا خو زورمندان او قدرتمندان ورته واسطه كيږي، ځكه ډيرى داسې كسان د قدرت د خاوندانو زامن، وروڼه او خپلوان وي، چې هر څه لري، ښې ماڼۍ ، د تورو شيشو درلودونكي كروزين موټر، وسله ، زور او قدرت، چې هيڅ يو امنيتي ارګان هم د دوى مخنيوئ نشي كولاى.

ځوانانو ته ښايي، چې د هيواد اوسنيو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او امنيتي حالاتو ته په كتو سره يوازې د هيواد او ټولنې ملي منافعو ته پاملرنه وكړي او ځان ته سالم مصروفيتونه پيدا كړي، تر څو وكولاى شي ځان، كورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

برگشت به بالای صفحه

صعود قیم مهاز ناپذیر است

>یکی از مسایل اساسی که روز تا روز زنده گی مردم ما را تیره و تیره تر می سازد، بالا رفتن بی رویه و بی کنترول قیمت ها می باشد. این بلند رفتن در کشورما با عاید مردم رابطه معکوس دارد. هرچه عاید و دستمزد مردم کم می شود و بیکاری افزایش می یابد، به همان پیمانه بدبختانه قیمت ها صعود می کند و قدرت خرید مردم را جداً کاهش می دهد.

در تمام کشورهای جهان که با هر سیستم اقتصادی کار می کنند، رسم بر آن است که بازارها از نظر صادرات و واردات و مخصوصاً قیمت ها کنترول می شود ورنه نارسی و بی نظمی عجیبی حاکم می گردد. انارشی حاکم بر بازارها نرخ ها را افزایش داده، نارضایتی عمومی را به بار می آورد. اما در کشورما تمام این مسایل کاملاً غیر کنترول بوده، بازارهای کشورما به جاهای بی در و دروازه ای مبدل شده که هرکس هرچه دلش بخواهد همانطور عمل می کند. در بازارهای ما علاوه بر اینکه اشیأ با هر نرخی که عرضه کننده گان بخواهند به فروش می رسد، اشیای تاریخ تیر شده، بی کیفیت و حتی غیرضروری وارد می گردند و کسی پرسان شانرا نمی کند. حتی داروهای تاریخ تیر شده که صحت شهروندان ما را مورد یورش قرار می دهند هم به شکل بی رویهء آن وارد بازارهای افغانستان می گردند.

در بازارهای آزاد بخاطری به کنترول قیم توجه قابل ملاحظه صورت نمی گیرد که میان تولیدکننده گان و وارد کننده گان کالاها رقابت وجود دارد و دست خریداران در خرید اشیأ باز می باشد. درحالیکه در افغانستان چنین وضعیتی بطور لازم وجود ندارد. مثلاً نانوایی که در یک منطقه نان می پزد و خریداران مکلف به خرید نان از همان نانوایی می باشند، دست باز درخرید نان ندارند درحالیکه در کشورهای دیگر سوپرمارکیت هایی وجود دارد که خریدار در آن با دهها نمونه نان رو به رو بوده، می تواند گزنیش و انتخاب داشته باشد. دربازارهای کشورما هنوز قانون مداری و مالیه دهی وجود ندارد. با فسادی که در ادارات دولتی ما حاکم است دست جعلکاران و محتکران را باز گذاشته هر امتعه ای را که دل شان بخواهد وارد بازار می سازند.

صعود قیمت ها در بازارهای ما بصورت تکانی بوده با هر اعلان، تاجران نرخ ها را بالا می برند. هر تغییر در مرزها و در اثر بی امنیتی راه بندان ها بر این نرخ ها اثر فوری به جا می گذارند. و قتی سال گذشته 300 افغانی

برمعاش کارمندان دولت افزوده شد، فوراً نرخ ها 30 درجه بالا رفت و امسال که اعلان شد معاشات 300 افغانی

افزایش می یابند و چون تا حال عملی نشده، نرخ ها بین 7 تا ده در صد بالا رفته است. علاو تاً نرخ ها در نقاط مختلف شهر کاملاً فرق دارد. نرخ سبزیجات و میوه جات در مکروریان ها که باشنده گان آن فوق العاده متراکم اند حدود 70 تا 80 در صد نسبت به نقاط دیگر شهر افزایش دارند و هیچکس هم نیست که بر این نرخ ها و ناهماهنگی های آن کوچکترین کنترولی را اعمال دارند.

بسیاری از دستفروشانی که در کنار جاده ها به فروش اشتغال دارند، مجبوراند که روزانه برای پولیس یا افراد شاروالی پول بپردازند و چون این پول بر کار دستفروش و سودش اثر فوق العاده دارد، او مجبور است تا این نرخ ها را بالا ببرد و این تاوان را از گردهء خریداران بکشد. این وضعیت در تمام شهرکابل حاکم می باشد و درجایی نیست که نیروهای پولیس از دستفروشان کنار خیابان پول نگیرند. حتی راهبندان ها و افزایش کرایه ها بر قیمت ها در شهر اثر جدی دارد. وقتی میوه فروش و یا سبزی فروش می خواهد جنسش را به محل فروش برساند و در راه یکساعت بند می ماند، مجبور است این زمان تلف شده را با فروش قیمت اجناسش تلافی نماید. لذا در وقت ضایع شده او فیصدی معینی از بارش را به فروش می رساند و حال نمی تواند از نظر وقت، آنرا جبران نماید. لذا فشار بازهم بر خریدار وارد می گردد.

بازارهای کشورما از چند نقطه نظر جداً قابل کنترول است. لذا شاروالی باید بر آن رسیده گی کند. نخست از نظر قیمت ها که باید عاید و مصرف فروشنده گان و قدرت خرید خریداران جداً در نظر گرفته شود. دوم نوع اجناسی که وارد بازار می گردد، مبنی بر اینکه آیا این اجناس تاریخ تیر شده اند یا خیر، کیفیت مصرف آنها چگونه می باشد و آیا به سلامت خریدار ضرری می رساند یا نه و مسایل دیگر. بسیاری از فروشنده گان، اجناس را در کنار جاده ها و در میان گرد و خاک به فروش می رسانند که از نظر صحی کاملاً ضررناک می باشند، لذا تمام این موارد جداً قابل کنترول اند که هم به زیان سود و هم صحت مردم ما می باشند.

شاروالی و نهادهای دیگر ناظر بر قیم، گمرک ها و مرزها باید به این تمسک که ما سیاست اقتصادی بازار آزاد داریم، از وظایف شان طفره نروند زیرا این قیمت گذاری در تمام بازارهای جهان معمول بوده و در زمینه های مختلفی کنترول وجود دارد. درحالیکه کشورما تازه وارد عرصه این سیاست می گردد هرگز نباید خود را در موقعیت کشورهای پیشرفته سرمایه داری احساس بکند و بگویند که قیمت ها خود بخود نورمال می شوند و دنبال نظارت و کنترول نگردند. حال که گفته شده 300 افغانی از ماه جوزا معاش کارمندان و معلمان افزایش می یابد باید انتظار تکان دیگری در صعود قیمت ها را کشید. این تمسک هاست که از 2 سال به این طرف قیمت ها 100 در صد افزایش یافته است.

برگشت به بالای صفحه

په هيواد كې د پاكو اوصحي اوبو ستونزه بايد حل شي

اوبه د ژوندانه حياتي او مهمه ماده ده، چې له بده مرغه زموږ ډيرى هيوادوال د دغه شتمنۍ ( پاكې او صحي ) اوبو څخه بې برخې دي او په ډيرو سيمو په تيره بيا ولايتونو او لرې پرتو سيمو كې خلك د پاكو او صحي اوبو د نشتوالي له كبله د ويالو، څاګانو او لښتيو له اوبو څخه استفاده كوي.

شاوخوا اويا په سلو كې ټول هيوادوال او پنځوس په سلو كې كابل ښاريان د پاكو او صحي اوبو له درلودلو څخه بې برخې دي.

دغې ستونزې ته په كتلو سره ويل، كېږي، چې په دې وروستيو كې د افغانستان دولت پريكړه كړې، چې په دريو راتلونكو كلونو كې به د افغانستان په ښارونو كې د پاكو او صحي اوبو د برابرولو په خاطر له سل ميليونه ډالرو څخه زياتې پيسې ولګوي.

په پام كې ده، چې د اوبو يوه لوله د لوګر له ولايت څخه، كابل ښار ته وغځول شي، چې د دې طرحې په اجرا سره به بيا هم د كابل ښار د اوسني جمعيت نيمايي برخه له دغو اوبو څخه برخمن شي.

كه څه د ارقامو له مخې په تيرو پنځو كلونو كې، تر څلويښت مليونه ډالرو څخه زياتې پيسې د پاكو او صحي اوبو په برابرولو كې لګيدلې دي، خو له دې سره سره بيا هم پنځوس په سلو كې كابل ښاريان او اويا په سلو كې ټول افغانان د پاكو اوبو له استفادې څخه محروم دي.

له بلې خوا د دولت لخوا دا نوې طرحه به هم يوازې د ښارونو اوسيدونكو لپاره وي. پداسې حال كې، چې په كليو او بانډو كې خلك له ككړو او غير صحي اوبو څخه كار اخلي، ځكه هلته نه نلونه شته او نه هم ژورې څاګانې، نو دوى اړ دي، چې د ويالو، لښتيو، ډنډونو او هغو څاګانو له اوبو څخه كار واخلي، چې ډير لږ ژور والى لري او له صحي پلوه يې اوبه د څښلو وړ نه دي.

د ښاري پراختيا د وزير په وينا كومه بله ستونزه، چې د كابل په ښار كې موجوده ده دا ده، چې د ځمكې لاندې اوبو څخه حد اكثر استفاده دوه سوه زره متر مكعبه ده، چې دغه اندازه يوازې د درې تر درې نيم مليونه خلكو لپاره بسنه كوي، پداسې حال كې چې موږ اټكل كوو، چې په راتلونكو ۱۰ تر ۱۵ كلونو پورې به د كابل ښار د اوسيدونكو نفوس اووه تر اته مليونو پورې ورسيږي.

همدا شان په ښارونو په تيره بيا كابل ښار كې هم د ډيرې ګڼې ګوڼې له وجهې د ښار ټول اوسيدونكي نه شي كولاى د نل له اوبو څخه برخمن شي، نو ځكه يې په كورونو كې څاګانې ويستلې، چې د دغو څاګانو اوبه هم پاكې نه دي، ځكه لكه څنګه چې وينو په ښار كې يو زيات شمير جګې ماڼۍ او تعميرونه جوړ شوي، چې د ښار په بيلابيلو سيمو كې يې د بد رفت ژورې څاګانې كيندلې، چې دا كار د دې لامل ګرځي، چې د څښاك د اوبو څاګان هم اغيزمن شي. له بلې خوا له دې كبله، چې د كانالزاسيون يو منظم سيستم وجود نه لري، نو د داسې څاګانو اوبه غير صحي دي.

په هيواد كې د يوه منظم سيستم نه شتون د دې لامل ګرځيدلى، چې زموږ هيوادوال له پاكو او صحي اوبو څخه محروم پاتې شي، پداسې حال كې، چې نژدې ۸۱ متر مكعبه اوبه زموږ له هيواده بې ځايه او بهر توئيږي. كه چېرته دولت په رښتيني او بنسټيز ډول كار وكړي، كولاى شي دغه اوبه مهار كړي او د كانالونو او د اوبو د ذخيرو په جوړولو سره د صحي اوبو له پلوه د خلكو ستونزې اوارې كړي او زموږ خلك له پاكو او صحي اوبو څخه، چې يوه حياتي ماده ده، برخمن شي.

برگشت به بالای صفحه

جانی اول کشته شد

یکی از شیوه هایی که طالبان و مخصوصاً قومندان ارشد آنان ملا دادالله در کشتن افراد به کار می گرفت، بریدن سر اُسرا و بعد روی سینهء آن گذاشتن بود. درین رابطه فلم هایی هم انتشار یافته که این جلاد خون آشام را در چنان حالتی نشان می دهد. گفته می شود که حلق اجمل نقشبندی را هم ملادادالله به دست خود بریده است .

>ملا دادالله که از ولایت ارزگان و از قوم کاکر می باشد، در زمان کشته شدن 45 سال داشت. او در دوران ظهور اول طالبان و بعد بر پایی امارت طالبی، یکی از قومندانان نزدیک به ملاعمر بود و به این خاطر در جبهات جنگ شمال همیشه فرماندهی اول را به عهده داشت. او که یک پایش را در جریان جنگ های ضد شوروی از دست داه بود، چنان از عقده و نفرت نسبت به انسان ها مشحون بود که قصه های بسیاری از شدت عمل و وحشت آفرینی های او به جا مانده است و گفته می شود که بالای نزدیکان خود هم رحم نمی کرد و اگر دستوراتش به فوریت به اجرا گذاشته نمی شد، هر کسی می بود به وسیلهء خودش تیر باران می گشت.

ملا دادالله بعد از 11 سپتامبر و در حمله امریکایی ها بر شمال دستگیر شد ولی بعد از چندی گفته شد که او فرار کرده است. اینکه در رهایی او چه طلسمی به کار گرفته شد؟ تا حال فاش نشده است. او بعد از سقوط امارت، به پاکستان رفت و بعد از آنکه شورای 12 نفره طالبان تشکیل شد و او یکی از اعضای این شورا شد، خانواده اش را به ولسوالی سنگین ولایت هلمند آورد و همیشه در خط مقدم جنگ حضور داشت. شایعاتی وجود داشت که او با قومندان دیگر طالبان ملا اخترعثمانی که عضو شورای 12 نفره هم بود اختلافات عمیقی داشت، وقتی عثمانی به قتل رسید، ملا دادالله در هلمند، قندهار و ارزگان یکه تاز شد و دیگر تمام دساتیر او بر گروپ های طالبان لازم الاجرا قرار داده شد. فعالیت های او به حدی چشمگیر بود که بسیاری به این اعتقاد رسیده بودند که ملا دادالله جانشین ملاعمر شده، تحریک طالبان را در کل هدایت می کند. وقتیکه ملا دادالله به نماینده گی از طالبان رهبری پروسه متارکهء میان طالبان و دولت پاکستان در وزیرستان را نیز به عهده گرفت، شایعهء رهبری او بیشتر قوت یافت.

ملا دادالله اخیراً در رسانه های همگانی داخلی و خارجی چنان مطرح گردید که بطور مستمر به عنوان فرد اول صحبت می کرد، اخطار می داد، در فلم های ویدیویی ظاهر می گشت، سخنگوی مقرر کرد و هر شب تصاویر او در رسانه های همگانی به نمایش گذاشته می شد. این وضعیت از ملا دادالله خشن ترین و جنایتکار ترین چهرهء در میان طالبان به وجود آورد. او بود که به ژورنالستان اخطار داد در صورتی که اخبار آنان را نشر نسازند کشته خواهند شد و ناتو را رسماً در هلمند به مصاف طلبید. به این خاطر مرگ ملا دادالله نسبت به هر قومندانی بیشتر توجه مردم را بخود جلب کرد و در مورد مرگ او بیشترین بحث و تبصره را هم از سوی مردم و هم از سوی رسانه های همگانی برانگیخت. ملا دادالله روز شنبه گذشته (21 ثور) در اثر حمله نیروهای امنیتی افغان و ناتو در ساروان قلعه و نوای سنگین ولایت هلمند، در حالی به قتل رسید که نیروهای افغان و ناتو از وجود ملا دادالله درین منطقه بی اطلاع بودند و بعد از آن که اجساد طالبان در میدان نبرد افتاده بود، بر جسد ملا دادالله شک شد و بعد از آنکه جسد را به ریاست امنیت لشکرگاه انتقال دادند، ملا دادالله بودن او تثبیت گردید.

ملا دادالله از جهات گوناگون می توانست برای طالبان قومندان ورزیده ای باشد که کمتر احتمال دارد به زودی طالبان قادر به تعیین جانشینی مثل او گردند. ملا دادالله از قومندانان و فرماندهان اول طالبان در دوران امارت طالبی بود، تجارب جنگی فراوانی داشت، صف آرایی های نظامی را به خوبی می دانست، بی رحم و خشن بود، از نظر قومی چون به شاخه های درانی ارتباط نداشت می توانست مورد حمایت همه قرار بگیرد، با ملاعمر در دوستی و اعتماد تنگاتنگی قرار داشت، تمام این فکتورها برای ملا دادالله موقعیتی داده بود که اکثر فرماندهان طالب آنرا نداشتند و ندارند. به این خاطر جانشین ملا دادالله که ظاهراً برای برادرش داده شده، هرگز نمی تواند بحرانی در فرماندهی طالبان در هلمند به وجود نیاورد و این بحران، مطمئناً با چالش های امنیتی در رابطهء نزدیک قرار خواهد گرفت و در کاهش خشونت اثر گذار خواهد بود.

کشته شدن ملا دادالله از جهات گوناگونی بر رهبری و گروپ های طالبان، اثر جدی خواهد گذاشت و مخصوصاً در هلمند اثر گذارتر خواهد بود. مردم در نقاط مختلف کشور به این قتل واکنش نشان داده آنرا پایان زنده گی جنایتکاری دانستند که به هیچ معیار انسانی، ملی و اسلامی پابند نبود و فقط خودش در تمام موارد آنچه دلش می خواست همانطور عمل می کرد. به این خاطر وقتی خبر مرگ او به گوش مردم رسید، همه با یکصدا می گفتند جانی اول به قتل رسید!

برگشت به بالای صفحه

از مجموعه اول آرشیو سرمقاله ها و تحلیلهای هفته نامه مرسل دیدن نمایید.

 
   

 



 
   Search