The Killid Group
Home | Subscribe | Related Links | Sitemap  
TheKillidGroup.com
 
 
 

شماره 266-پنجشنبه 6 اسد 1386

قومندانان طالب قومندانان بیرونی را نمی پذیرند

بعد از آنکه القاعده در اواسط دهه هشتاد شکل گرفت، با امکانات کادری و پولی که در اختیار داشت، بسرعت توانست که تمام تشکلات و سازمان های افراطی بنیادگرای که در دوران جنگ بر ضد شوروی در افغانستان و منطقه با ملیت ها و زبان های مختلف تشکیل شده بود را به نحوی با خود در پیوند قرار دهد و تئوری و داعیه خلافت اسلامی را درین منطقه نزد این افراط گرایان القا نماید.

>القاعده با تمام شاخ و شاخچه های تشکیلاتی اش افغانستان را بهترین جایی برای عملی ساختن داعیه اش قرار داد و صدها عضو خود را در جنگهای زمان شوروی و بعد درگیری های تنظیمی و طالبان آموزش داد و نه تنها مناطق سرحدی پاکستان که در بسیاری از کمپ ها و مدارس پاکستانی این آموزش ها را پیگیری کرد و به عنوان مخفوفترین سازمان افراطی و بنیادگرای تروریستی در آمد. القاعده با اینکه به نحوی به انترناسیونالیزم اسلامی و خلافت شرعی می اندیشد و ظاهراً درین راستا برابری تمام مسلمانان را در نظر می گیرد، اما عملاً این عربهای نزدیک به اسامه و ظواهری هستند که قدرت مندان اصلی جریان القاعده به حساب می آیند و در تمام مواردآنان از شاخه ها، رهبران و قومندانان دیگر حساب می گیرند. زیرا رهبری سیاسی، مالی و اداری القاعده همه در دست عرب ها تمرکز داشته بر دیگر اقوام و ملیت ها حساب لازم را نمی کنند. به این خاطر در بسیاری از مناطقی که افراط گرایان درگیر نبرد مسلحانه هستند در کنار رهبران و قومندانان محلی، اعضای بلند پایهء سیاسی و نظامی القاعده کار کرد آنها را نظارت کرده، اجازه نمی دهند که تصمیم های کلان را به فکر ومیل خود بگیرند.

>جنگ در افغانستان و مناطق قبایلی پاکستان که یکی از برگ های برندهء القاعده در سطح منطقه و جهان به حساب می آید، رهبران القاعده را وا می دارد که با دقت و ظرافت بیشتر به این منطقه ببینند و به این خاطر نه تنها اعراب القاعده در کل ناظر بر کار کرد طالبان اند که در مناطق مختلف نیز قومندانان نظامی القاعده بصورت مشخص نظارت دارند.

>اخیراً تصامیم القاعده بر آن شده است تا در جبهات جنگ نیز این قومندانی را خود به دست بگیرد، مخصوصاً در هلمند که فعلاً یکی از مناطق اصلی جگ در افغانستان به حساب می آید، زیرا از یکطرف بعضی از قومندانان طالب در روابطی با انگلیس ها و دولت قرار گرفته و از سوی دیگر بسیاری از قومندانان نامدار و تثبیت شده ای آنها یا کشته و یا از جنگ دست کشیده، بیشتر قومندانان در جه دوم و سوم طالبان که هم بسیار متعهد نیستند و هم متزلزل بوده، در میان مردم تثبیت نیستند، قومانده را در دست دارند.

>ازین لحاظ القاعده دچار تشویش شده، می کوشد با ارسال مستقیم قومندانان نظامی اش، این رهبری را خود بدست بگیرد. اما از جائیکه قومندانان طالب درکنار جنگیدن با نیروهای دولتی و انگلیسی سود های کلان پول از درک قاچاق و انتقال مواد مخدر را به جیب می زنند، هر گز حاضر نمی شوند که به عنوان افراد درجه چندم تفنگ طالب را بدوش بکشند و مطمئناً با ورود قومندانان القاعده به عنوان قومندانان دست اول تاحدی این امتیازات را از دست خواهند داد. همچنان شعار محوری طالبان در جنگ و مبارزه شان این است که ما با شهادت و خون دادن نیروهای خارجی را از کشور بیرون می کنیم، در صورتیکه خودشان زیر قومانده خارجی ها قرار بگیرند، خود به خود این شعار شان بی رنگ شده به اصطلاح جذابیت خود را از دست می دهد.

>به این صورت میان این دو تصمیم (رهبران طالبان والقاعده و قومندانان محلی طالبان) به نوعی تضادی به چشم می خورد که مطمئناً در دراز مدت اثرات خود را بجا خواهد گذاشت. درین راستا رهبران طالبان و القاعده مجبور اند تا عده ای ازین قومندانان را به سرعت از صحنه حذف کنند تا این نگرش در مناطق دیگر گسترش پیدا نکند، زیرا در چنان حالتی تفنگ های القاعده و قومندانان محلی طالبان یکی در برابر دیگری نشانه خواهند رفت که برای اسامه، الظواهری و ملا عمر خطری در حد پاشیدن آنچه تا حال بافته اند را به میان خواهد آورد.

ولې له خپلو اوبو ګټه نه شو اخيستلى؟

د خپرو شويو معلوماتو له مخې افغانستان ۷۵ مليارده متر مكعبه اوبه لري، چې ۲۰ مليارده متر مكعبه يې تر مځكې لاندې او نورې يې رواني دي. ويل كېږي چې د افغانستان له ۷۵ميليارد مترمكعبه اوبو څخه په سلو كې ۱۵ ګټه هم نه ده پورته شوې، په دې مانا، چې د دېرش كلن ناتار په كلونو كې افغانستان د اوبو له سرچينو هيڅ كومه لاسته راوړنه نه درلوده، په دغو كلونو او تر دې مخته هم د يوه اساسي سيستم د نشتوالي له كبله د افغانستان ۷۰ فيصده روانې اوبه بې له كومې ګټې اخيستنې بهر ملكونو ته بهېدلې دي. دا په داسې حال كې ده، چې د دغه هيواد له ۵.۶ مليونه هكتاره ځمكې څخه يوازې او يوازې ۱.۸ مليونه هكتاره يې اوبه كېږي. پر دې سربېره په دې برخه كې بله غټه ستونزه د صحي اوبو نشتوالى دى، چې په سلو كې ۲۳ فيصده خلك صحي او د څښاك اوبه نه لري. برېښنا چې په اوسنۍ نړۍ كې يوه حياتي اړتيا ده، د شته ستونزو له كبله په ډېره ټېټه كچه توليدېږي، حال دا چې له شته اوبو نه كېداى شي ۲۳ زره ميګاواټه برېښنا توليد شي، خو په څرګنده ليدل كېږي، چې اوس په هېواد كې يوازې او يوازې ۲۶۰ ميګاواټه د اوبو برېښنا تولېدېږي.

د كارپوهانو په وينا د اوبو د سرچينو په برخه كې د شته وړتيا په درلودلو سره افغانستان نه يوازې خپلې اړتياوې پوره كولى شي، بلكې د برېښنا صادرونكى هيواد هم كېداى شي، خو دا هغه مهال شونى دى، چې دغه هيواد د اوبو يوه اساسي ستراتېژي ولري.

له دې امله افغان دولت او په تېره بيا د اوبو د چارو د تنظيم عالي شورا ته په كار ده، چې د نړيوالو مرستو په ملاتړ د اوبو د ذخيرې بندونه جوړ او د تنظيم او مهارولو لارې چارې يې برابرې كړي.

د چنگاَښ د میاشتې په وروستيو ورځو كې د اوبو د چارو د تنظيم عالي شورا، په خپل كنفرانس كې تر يو بريده پورته يادونو ته په نغوتې سره دا څرګنده كړه، چې دغه شورا د اوبو د ستراتېژۍ پر جوړولو ټينګار لري او هڅه كوي، چې د افغانستان د اوبو د تنظيم او مهارولو په برخه كې د نړيوالو مرستو په جذبولو سره پراخ ګامونه اوچت كړي. تر دې كنفرانس وروسته د انرژۍ وزير څرګنده كړه، چې په راتلونكو دريو كلونو كې به د افغانستان ۵۰ فيصده خلك د څښاك پاكو اوبو ته لاسرسى ولري.

كه چېرې د اوبو د چارو عالي شورا په اساسي ډول خپلې چارې تر سره كړي، افغانستان به دې ته اړتيا ونه لري، چې له بهرنيو ګاونډيو هيوادونو د برېښنا د رانيولو اړتيا احساس وكړي.

په لومړي قدم كې په كار ده، چې د هيواد په شمال، جنوب، لوېديځ او ختيځ كې د روانو پرېمانه اوبو د مهارولو چټك پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي، بندونه او كانالونه دې جوړ كړي او د پاكو اوبو د توليد لارې چارې دې ولټوي، چې په دې ډول موږ كولى شو پخپله له خپلو اوبو اساسي ګټه واخلو او پخپلو اوبو چا ته ګټه ورنه كړو. دم ګړۍ له افغانستان نه د كوم قرارداد له مخې چې اوبه ايران ته توييږي، نوموړى هيواد تر لږې خوارۍ وروسته دغه اوبه زموږ پر خلكو د يوه نل په واسطه پلوري او د هغه سيمې خلك له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

بل خوا د پاكستان په پاړه چنار كې پاكستانيانو د برېښنا د يوه بند د جوړولو پركارو بار لګيا دي او كه چېرې د پاكستاني لوري له خوا دغه بند بشپړ شي د كونړي سيند له نيمايي اوبو به افغانستان بې برخې شي، ځكه چې د كونړ سيند د اوبو نيمه سرچينه به پاړه چنار كې ده، حال دا چې افغان دولت لا هم پر دغه سيند د كوم بند د جوړولو هوډ نه لري، كه چېرې پر دغه سيند د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو له خوا د كوم برېښنايي بند د جوړولو اقدام شوى واى بيا قانونا پاكستان دا حق نه درلوده، چې په پاړه چنار كې د دغه سيند سرچينو ته څېرمه بند جوړكړي.

كه موږ پر خپلو اوبو د برېښنا بندونه جوړ كړو نو هيڅكله به دا اړتيا احساس نه كړو، چې له ګاونډيو هېوادونو برېښنا وپېرو، كه څه هم دا په اقتصادي او سوداګريزو برخو كې پوره جواز لري خو دا تضمين په كې نشته، چې كه سبا موږ له هغه هيواد سره، چې نن برېښنا راته راكوي، كومه لانجه پيدا كړو نو بې له ځنډه به په لومړي ګام كې له دغه امتياز نه بې برخې شوو.

له پنځو كلونو راهيسې د دولت له خوا ټول جوړ شوي كميسيونونه او شوراګانې يوازې د غونډو او طرحو په جوړولو وخت اړولى خو كوم رغنده او اساسي ګامونه يې نه دي پورته كړي، چې له همدې امله موږ نن سبا له ګڼو ستونزو سره مخ يو او ان يو شمېر خلك وايي، چې دولت د هرهغه كار لپاره چې نور هم پسې خراب شي كميسيونونه جوړوي.

نو پوښتنه دا ده، چې په تېرو پنځه نيمو كلونو كې افغان دولت د بريښنا د تامين په خاطر څه كړيدي؟ ايا په هېواد كې د اوبو او برېښنا يو سالم سيستم موجود دى او كه نه؟ په داسې حال كې، چې د طالبانو له پرځېدو پوره پنځه نيم كاله كېږي، خو لا هم د كابل په سلو كې شل وګړي په هغه كچه، چې لازمه بريښي د اوبو او برېښنا اسانتياوې نه لري.

از آرشیو سرمقاله ها و تحلیل های هفته نامه کلید دیدن نمایید.

 
   


 
   Search