The Killid Group
Home | Subscribe | Related Links | Sitemap  
TheKillidGroup.com
 
 
 

شماره 266-پنجشنبه 6 اسد 1386

رسیده گی به جا بیجا شده گان وظیفه ای اساسی دولت است

جابیجایی ها، مهاجرت ها و آواره گی های 30 سال گذشته که تا هنوز ادامه دارد، ضربات کاری را بر زنده گی بسیاری از خانواده ها وارد کرده که سالها وقت کار دارد تا جبران گردد. در ین ناهنجاری ها قومندانان و زورگویان بسیاری به نام مخالف سیاسی، قومی، دینی وغیره ملکیت دیگران را غصب کرده و باهمان زور و تفنگ تا حال بر این جایداد ها عیش و عشرت می کنند. این اتفاقات در تمامی نقاط کشور به پیمانه های مختلف صورت گرفته و نه تنها دارایی ها و ملکیت های شخصی به چپاول رفته که دارایی های عامه نیز غارت شده اند. اعلان اینکه در این سه دهه سه میلون و هفصد هزار جریت زمین دولتی توسط زورگویان به یلغار رفته اند، خود بخود عمق این فاجعه را به نمایش می گذارد. دهها منزل رهایشی و صدها جریب زمین شخصی و دولتی در شهر کابل بوسیله زور مداران غصب شده و قباله های جعلی برایشان درست شده که اکنون نهاد های حقوقی دولتی نیز در مانده اند که چگونه این قضایا را حل کنند.

یکی از مناطقی که بیشترین جبرو زور بر آن روا داشته شده ، مناطق شمال کشور است که به علت کثیرالقومی و درگیری های مستمر 30 ساله حقوق بسیاری تلف شده و این وضعیت به نحوی تا هنوز ادامه دارد. وجود قومندانان پشتون، ازبک، هزاره، تاجک و ترکمن در این منطقه و درگیری های خونین میان این قومندانان باعث جابیجایی خانواده های بسیاری شده که همین اکنون از یک ولایت در ولایت دیگری جابیجا شده، بدترین روز های عمر شانرا می گذارنند و شب و روز بیاد خانه، زمین؛ باغ و زنده گی شان اشک می ریزند. شاید درد ناکترین بخش این جابیجایی ها، خانواده های پشتون باشند که در قندوز جابیجا شده، با وجودی که قباله های رسمی و شرعی در دست دارند، قادر به رفتن به خانه و کاشانه های شان نیستند، در این میان 1500 فامیل در کمپ باغ شرکت قندوز از سال ها به این سو جابیجا شده، حال برایشان اخطار شده است که این منطقه را رها کنند و به خانه های خود برگردند، در حالیکه آنان با چشمان اشک آلود مدعی اند که نه خانه و نه زمینی در اختیار دارند، چطور ممکن است که در مقابل غاصبان قهار منطقه شان مقاومت بکنند، بدون اینکه دولت مداخله داشته باشد و قبل از آنکه از قندوز کوچانده شوند، باید حساب ملک و دارایی شان باغاصبان تصفیه حساب گردد. این شکل نه تنها برای این 1500 خانواده که در قندوز مستقر اند وجود دارد، بلکه خانواده های دیگری که هم اکنون درکمپ های هرات جابجا می باشند وعده دیگر که مدت ها در دشت ژیری قندهار جابجا بودندوجود داشت ، خانواده های بسیاری در ایران و پاکستان آواره اند که با تمام اشتیاقی که به برگشت و زنده گی در وطن خور دارند نمی توانند برگردند زیرا با اتهامات قومی، طالبی و غیره از سوی غاصبان دارایی های شان روبرو بوده در صورتی که بر سر زمین و ملک شان بروند ،تهیدی و حتی کشته خواهند شد. دولت افغانستان در قدم اول این وظیفه را دارد تا این مشکلات حقوقی را میان غاصبان و قربانیان حل نماید، بعد از آن از بیجا شده گان دعوت به عمل آورد که به خانه و کاشانه خود بر گردند. مقامات ولایت کندوز نباید قبل از آنکه راه خروجی برای بحران بی جایی و بی زمینی این خانواده ها بیابد، آنها را مجبور بسازد که از محل فعلی خارج شوند. در قانون اساسی افغانستان به صراحت ذکر شده که دولت مسوول حفاظت جان، مال و ناموس مردم است، در صورتیکه مقامات حکومتی در قندوز خود را مکلف به اجرای این ..... قانون بدانند، اول باید امکانات حقوقی این خانواده ها را در محل اقامت دارایی های غضب شده ای شان تثبیت بکنند، بعد اقدام به اخراج آنها از این ولایت بکنند، در غیر آن هر حرکت این مقامات ناشیانه و ضد قانون می باشد.

تمنا، وړه افغانه اتله

په ۲۰۰۷ ميلادي كال كې د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ د اروپا د كميسيون پلاوي د ماشومانو تر منځ د جنسيت د برابرۍ سيالي په لاره واچوله، چې موخه يې د راتلونكي نسل د پوهاوي د كچې لوړيدل وو.

په دغو سياليو كې، د كابل د سړكونو ماشومانو، د ماشومانو د حقونو اتحاديې د دفتر په مرسته په خورا مينه او ليوالتيا ګډون وكړ او ۲۷۵ ټوټې رسامي شوي تصويرونه يې ورته وليږل، چې په كابل كې يوه پلاوي له هغو څخه لس ټوټې رسمونه وټاكل او د اروپايي اتحاديې مركز بروكسل ته يې وليږل.

په بروكسل كې نړيوال پلاوي له هغو ټولو رساميو څخه، چې له آسيايي هيوادونو څخه يې تر لاسه كړي وو، درې ټوټې رسمونه وټاكل، چې لومړى، دوهم او درېيم مقامونه يې تر لاسه كړل، چې د هغو له ډلې څخه لومړى مقام د افغانستان فردا د زده كړې د مركز د زده كونكې تمنا په لاس كښلى انځور و، چې د آسيا په كچه يې لومړۍ جايزه خپله كړه، چې په رښتينې ډول دا زموږ د هيواد لپاره يوه ستره لاسته راوړنه او بريا ګڼل كيږي.

لكه څنګه، چې پوهيږو زموږ هيواد او خلك له څو كلنو جګړو او نا خوالو وروسته، له بيلابيلو اقتصادي، ټولنيزو، سياسي او امنيتي ستونزو سره لا هم لاس او ګريوان دي، خو بيا هم افغانان په خورا ټينګ عزم او ارادې، له دې ټولو ناخوالو سره سره په دې توانيدلي، چې د هيواد په بيا رغونه، امنيت، له دښمنانو سره په جګړه، علمي او فرهنګي برخو په وده او پراختيا كې رغنده ونډه واخلي.

په رښتيا هم په هيواد كې داسې استعدادونه او ځلانده څيرې شته، چې كولاى شي د نړۍ په كچه هيواد ته د بريا او وياړونو لامل شي.

د همدې برياوو په لړ كې كولى شو، چې د څه مودې وړاندې يوې بريا ته نغوته وكړو. زموږ يوه ځوان او تكړه ورزشكار نثار احمد بهاوي د خپل ايراني سيال په وړاندې ، په نړيوالو سياليو كې بريا تر لاسه او نړيواله جايزه يې خپله كړه او د خپل هيواد ملي بيرغ يې تر نورو هيوادونو لوړ ورپاوه.

دې ته ورته نورې برياوې د دې څرګندويي كوي، چې كه په هيواد كې سوله او امن وي، ټولنيزې او كورنۍ ستونزې نه وي، نو بې له شكه به موږ د ډيرو نورو داسې برياو شاهدان واوسو، چې په نړيواله كچه به افغانانو ته ستر وياړونه راوړي.

كه څه هم زموږ په هيواد كې د ټولو نورو سرغړونو تر څنګ يو هم د ماشومانو د حقونو نه وركول او پر هغوى باندې د تاوتريخوالي د بيلابيلو ډولونو تحميليدل دي، چې زموږ په ټولنه كې پر ماشومانو تر سره كيږي. زموږ ډيرۍ كورنۍ د اقتصادي ستونزو له كبله دې ته اړ دي، د دې په ځاى چې خپل ماشوم زوى په ښوونځي كې شامل كړي، په يوه دوكان كې د شاګرد په توګه كينوي، چې له يوې خوا هغه د زده كړې له حق څخه محروم پاتې كيږي او له بلې خوا كوم كارونه، چې دى يې كوي د ده له جسمي توانايۍ څخه پورته وي. ماشومان، چې د سبا ورځې ځوانان او جوړوونكي دي، ډيرې پاملرنې او توجه ته اړتيا لري.

د ګډون او برخې اخستنې حق د ماشومانو له حقوقو څخه شميرل كيږي، چې بايد وركړل شي. ماشومان دا حق لري، چې په فرهنګي فعاليتونو او سالمو غونډو كې برخه واخلي، چې دغه ټكى د ماشومانو د حقونو د كنواسيون په ۱۵ ماده كې ذكر شوى.

دولت او د ماشومانو د روزنې مركزونو، ښوونځيو او نورو ټولنيزو ارګانونو ته اړينه ده، چې په علمي او فرهنګي فعاليتونو كې د ماشومانو د فعالې او رغنده ونډې اخستنې په برخه كې كار وكړي او دا زمينه مساعده كړي، چې هغوى خپل استعدادونه څرګند كړي، چې په دې صورت كې به زموږ د هيواد راتلونكى هم له بريا او نيكمرغۍ ډك وي.

 
   

 



 
   Search